تېره میاشت چې چينايي کمپنۍ ډیپ سیک د ارټېفېشل اېنټېلېجنس، ای ایی، یا د مصنوعي ذهانت خپل ماډل شروع کړو نو داسې ګڼل کېدل چې چینايي کمپنیانې په لږو وسایلو د امریکې د سيلېکون وېلي د کمپنو مقابله کولی شي.
دا خبره واضحه وه چې ډيپ سيک په کمو وسایلو ډېر څه کولی شي د دې باوجود چې امریکې د چېس په برامداتو قدغنونه لګولي دي. خو بیا په دې قیصه کې بدلون شروع شو.
چیټ جي پي ټي جوړونکي امریکايي کمپنۍ اوپن ای ایی دعوه کوي چې ډيپ سيک د خپلو ماډلو جوړولو دپاره د چېټ جي پي ټي مواد استعمال کړي دي. د چېټ جې پي ټي دې دعوې دا پوښتنې راپورته کړي چې ایا د ډیپ سیک کامیابي په رېښتیا هم د انجېنیرۍ کمال دی؟
اوپن ای ايي ګڼ شمېر مطبوعاتي ادارو ته په یو بیان کې وویل کتنه کوي چې ډیپ سيک خو د چېټ جي پي ټي نقل نه دی استعمال کړی؟
داسې ښکاري چې ځینې امریکايي چارواکي د اوپن ای ايي د تشویش حمایت کوي. د امریکې د تجارت وزارت دپاره نامزد شوي تن هاورډ لوټنېک د هغه د تقررۍ په اړه د کانګرس په اورونه کې په ډیپ سیک الزام ولګولو چې د ای ایي ارزان ماډل جوړولو دپاره يې د امریکايي ټېکنالوجۍ غلط استعمال کړی دی.
د ای ايي دپاره د وایټ هاوس لوړ رتبه چارواکی ډېوېډ سی کس په دې اړه په محتاطه ډول د خپلې رای اظهار وکړو او ويې وېل دا ممکنه ده چې ډیپ سيک د امریکې ټېکنالوجي په ناجایزه ډول استعمال کړي وي.
د دې شخړې بنیادي پوښتنه د ای ايي مستقبل او دا پوښتنه ده چې د ای ايي کمپنۍ تر څومره حد پورې د ای ايي په خپلو ماډلو واک اختیار لرلی شي، په داسې حال کې چې د دوی په جوړ کړی شویو ماډلو کې د نورو کمپنو معلومات هم استعمال شوي وي.
خپله اوپن ای ايي هم په دې لړ کې د مقدمو سره مخامخ دی چې د نورو تنانو او ادارو معلومات یې په مبینه توګه په غېر قانوني ډول استعمال کړي دي.
ډیپ سیک د اوپن ای ایي الزاماتو ته څه جواب نه دی وېلی. په هانګ کانګ کې مېشت د ای ايي ماهر جاني زاو وویل ډيپ سيک په خپل چېټ باټ یوه مقاله شایع کړې او دا خبره يې په کې منلې چې د خپل ماډل جوړولو په لړ کې يې په عامه کچه د دستیاب معلوماتو نه کار اخیستلی دی.
خو اوپن ای ايي وايي ډیپ سیک داسې يې داسې معلومات ترلاسه کړي چې په عامه توګه ورته د ای ايي نورې ماډلې د تیارولو دپاره لاس رسی نه کېږي.
زاو وايي اوپن ای ايي د خپلې دعوې په حق کې څه ثبوتونه نه دې پېش کړي خو په عدالت کې دا ډول دعوه ثابتول مشکل کار وي.
مالي مفاداتو د ای ایي په اړه بحث ته نور اهمیت ورکړی دی. د ګل، دوشنبې، په ورځ چې په ای ايي کې د ډيپ سیک د پرمختګ خبرونه مخې ته راغلل نو په سټاک مارکېټ کې د ټېکنالوجۍ د لویو لویو کمپنو د برخو قیمتونه وغورځېدل.
لوټنېک وویل د امریکايي کمپنو د ټېکنالوجۍ د غلا مخه نیولو دپاره پکار ده چې حکومت په چینايي درامداتو د ټېکسونو زیاتولو په شمول نور ګامونه واخلي.
خو صدر ډانلډ ټرمپ په دغو ورځ خپلو خبرو کې د توقعو برعکس د ډیپ سیک د پرمختګ په اړه د خوشبينۍ اظهار وکړو او دا يې مثبت پرمختګ وبللو. ټرمپ وویل د بېلینونو ډالرو د خرچ کولو په ځای به په کمو پېسو هم دغه شان حل را وویستل شي.
څېړونکي وايي په ای ايي کې د سرمایه کارانو دپاره ممکنه ده چې د ډیپ سيک کامیابي د ګټې خبره نه وي خو د عامو صارفینو دپاره دا ښه خبره ده.
Forum