لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کال ۲۰۲۰ م کې چین د بیان پر ازادۍ د بندیز او فشار راوستو له پلوه تر ټولو لومړی دی


د نړیوالې کورونا وبا پر مهال چین پر مطبوعاتو او رسنیو د سخت فشار او بندیز لګولو له پلوه تر ټولو لومړۍ هېواد شو. چین کې د کورونا وبا رارسېدو سره بیجینګ ګڼ شمېر هغه خبریالان بندي کړي چې په ټولنیزو رسنیو یې د شمېرو او کورونا وایرس وروستی حال شریکولو. همداراز چین د ګڼ شمېر خبریالانو ویزې ځنډولي او چینايي وګړو باندې بهرنیو رسنیو ته په کار کولو هم بندیز ولګوو.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوال انسټیټیوټ ډیپټي ډایرکټر سکاټ ګرېفن وايي:

"د کورونا وبا له کبله سږ کال ډیر پرمختګونه اغېزمنه شوه او په ځانګړي ډول په هانګ کانګ کې. دا د بیان ازادۍ یو داسې مثال په توګه اخیستلی شو چېرې چې په يو ټولواکه هېواد کې د ازادۍ بیان ته د حکومت د پیغام استولو په توګه کتل کیږي."

پداسې حال کې چې په نړۍ کې د کورونا وایرس کړکېچ دوام لري او د تېر هر وخت په پرتله خلک خپلواکه خبرونو ته اړتیا لري، د خبریالانو زنداني کېدل اندیښنې پیدا کړي.

"د چینايي قانون پلې کول په ځانګړې توګه په هانګ کانګ کې د ملي امنیت قانون د بیان ازادۍ د سخت زیان سره مخ کړې. او دا ډیر د اندېښنې وړ ده. او دا یو ښکاره مثال دی ځکه چې په داسې ټولنې کې چیرې چې خلکو د بیان ازادۍ څخه د ډیرو کلونو لپاره خوند اخیسته او اوس د ټولې نړۍ د سترګو ومخې ته دغه ازادي اخیستل کیږي."
د چین حکومت وايي چې د چین دولتي خبري رسنۍ د خبریالانو لپاره د ویزو محدودولو په لړ کې د امریکا اقداماتو ته ځواب ورکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبن وايي:
"له یوې خوا امریکا د ژورنالیزم په زادۍ فخر کوي ، له بلې خوا په چین کې د چینايي ژورنالیستانو په راپورونو کې لاسوهنه کوي ، چې له همدې امله د ژورنالیزم او د بیان آزادۍ سره خپل دوه مخي څرګندوي."

خو بل لور د امریکې د بهرنیو چارو وزیر- مایک پامپیو وايي:

"زه د چین په دې فیصلې خواښینی یم چې د رسنیو د ازاده فعالیت مخه نیسي. که حقیقیت خبره شي نو دا به د چینایانو لپاره ډیر ښه وي چې ورته په دې نړیوالو کړکېچنو حالاتو کې کره معلومات تر لاسه شي. دا کولای شي د خلکو ژوند وژغوري."

د بیان د ازادۍ ادارې او د خبریالانو د تحفظ کمیټۍ د وروستی کلنۍ سروې له مخه چین، ترکیې او مصر د نورو هیوادونو په پرتله تر ټولو زیات خبریالان بندي کړي. همداراز په بیلاروس او ایتوپیا کې د مظاهرو په ترڅ کې ګن شمېر جرنلسټان نیول شوي او جېل ته لېږل شوي.

چین د هغو کسانو د نیولو ریکارډ لري چې په چارواکو نیوکې کوي او یا هم د اقلیتونو سرغړونو په اړه راپور ورکوي ، لکه د یغور مسلمانانو په اړوند.

کورټني راډش د خبریالانو د ژغورنې کمیټۍ مشره، کورټني راډش وايي:

"د روغتیا نړیوال کړکېچ پر مهال چین کې خبریالان جېل ته ولیږدول شوه او همداراز ګڼ شمېر بهرني ژورنليسټان له چین څخه اخراج کړای شول."

کال ۲۰۲۰م کې د نړۍ په کچه ۲۷۴ خبریالان د خپل کار پر وخت نیول شوي او زنداني شوي دي. دغه شمېره د نورو کلونو په پرتله ډیره زیاته ریکارډ شوې. په دې خبریالانو کې د تر ټولو زیات شمېر د چین څخه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG