د نیویارک یوه قاضي د امریکې مخکینی صدر ډونلډ ټرمپ له دې کبله نهه زره ډالره جرمانه کړی چې د «ګېګ آرډر» په نوم د قاضي د هغه حکم سرغړونه یې کړې چې ټرمپ یې په مجرمانه مقدمه کې پر ممکنه ګواهانو له تنقیده منع کړی وو.
د نیویارک د سپریم کورټ قاضي جوان مرچن د هیواد د 45م صدر هغه دعوې رد کړې چې ګواکې ده یواځې د ځان خلاف سیاسي نیوکو ته جواب وایه.
عدالت ټرمپ په دې تور جرمانه کړ چې د مقدمې په مهال یې پر دوو بنیادي ممکنه ګواهانو نیوکې کړې چې یو پکې د هغه مخکینی وکیل مایکل کوهن او بله د فحش فلمونو جوړوونکې ډېنیل سټورمي شامله ده.
مرچن د ټرمپ هغه دعوې "متضادې او پوچې" وبللې چې د ګواکې د مخکیني صدر پر «ټروت سوشل» مېډیا باندې د ده د ملاتړ کوونکو کمنټونه یا نظرونه بیا پوسټ کول د عدالتي امر «ګېګ آرډر» سرغړونه نه ده.
قاضي مرچن د عدالت د سپکاوي په تور له جرمانه کولو سره سره ډانلډ ټرمپ ته امر وکړ چې له خپل «ټروت سوشل» مېډیا څخه د عدالت د سپکاوي نهه پوسټونه لرې کړي او هغه لږ وخت وروسته دا عدالت دا امر پر ځای کړ.
«ګېګ آرډر» یو داسې عدالتي امر دی چې ټرمپ د مقدمې په مهال پر ګواهانو، قاضیانو او له مقدمې سره تړلو بنیادي کسانو باندې له تنقیده منع کوي.
خو پخپله پر قاضي مرچن یا پر سرکاري وکیل یا څارنوال الون بریګ باندې- چې دا مقدمه یې راوړې- د تنقید اجازه ورته شته او ټرمپ اکثر پر دواړو باندې نیوکې کوي.
د سه شنبې- نهې په ورځ په عدالت کې له اورېدنې وروسته مرچن وویل، هغه به د پنجشنبې- زیارت په ورځ د استغاثه یا مدعیانو هغه دلیلونه اوري چې له مخې یې ټرمپ څلور ځله نور د «ګېګ آرډر» سرغړونه کړې ده.
ډانلډ ټرمپ په وار وار په مقدمه کې د وقفې او د خپلو سیاسي مظاهرو او غونډو په مهال شکایت کړی چې د عدالت امر «ګېګ آرډر» د ده د اظهار د ازادۍ له بنیادي حق څخه سرغړونه کوي.
د سه شنبې- نهې په ورځ د عدالت له خونې تر را وتلو وروسته ټرمپ دعوه وکړه چې مرچن د هغه خلاف له تعصبه کار اخیستی او وايي دا مقدمه د صدارتي ټاکنو لپاره د ده د کمپېن مخه نیسي.
د چارشنبې- شورو په ورځ په مقدمه کې د وقفې په مهال ټرمپ د خپل کمپېن لپاره د امریکې میډویسټ یا منځ لوېدیځو ریاستونو ته روان دی. هغه د نومبر په صدارتي ټاکنو کې ریپبلکن ګوند امیدوار دی او تمه ده چې بیا به له ولسمشر جو بایډن سره سیالۍ ته مخامخ شي.
د قاضي مرچن له سزا کولو وروسته د ټرمپ د صدارتي کمپېن ډلې د عدالت د دې پرېکړې خلاف د چندې را غونډول پیل کړل او ټرمپ خپلو ملاتړو ته په یو ایمېل کې دعوه وکړه چې "یو ازادخیال قاضي زه غلی کړم."
خو قاضي مرچن په یوه حکم کې وویل هغه "د دفاع کوونکي د لومړي ترمیم له حقونو ښه خبر دی او تحفظ یې کوي" خو ټرمپ ته یې خبرداری ورکړ چې د عدالت له امرونو سرغړونه وکړي زندان ته به یې ولېږي.
ټرمپ د امریکې لومړنی مخکینی صدر دی چې له مجرمانه تورونو سره مخ دی او که سزا شي د بندي کېدو له خطر سره مخامخ دی.
په ټرمپ باندې تور دی چې د 2016م کال تر ټاکنو مخکې یې فلمي ستورې سټورمي ډېنیلز ته د دې لپاره یو لک 30 زره ډالر ورکړي وو چې له هغې سره پخوا د یوې شپې تېرولو پر معامله غلې پاته شي.
ټرمپ د نیویارک په مقدمه کې له سټورمي ډېنیلز سره تعلق او ټول 34 تورونه رد کړي دي.
Forum