لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېسبوک، ټویټر او لینکډېن له طالبانو د افغان کاروونکو اکاونټونه خوندي کوي


واشنګټن ـــ د ټولنیزو رسنیو فېسبوک، ټویټر او لینکډېن ادارې وایي د هغو افغانانو د اکاونټونو د خوندي کولو کار یې پیل کړی چې پر طالبانو د تنقید له کبله د هغوی اسانه هدف جوړېدای شي. فېسبوک دوې ورځې مخکې اعلان کړی وو چې وایي‌ طالبان ترهګره ډله ده او د دې ډلې پر هر ډول فعالیتونو به بندیز لګوي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر خلکو پر ټولنیزو رسنیو خصوصاً پر فېسبوک د طالبانو خلاف لیکنې کولې او د هغوی وسلوال بریدونه او فعالیتونه یې په کلکه غندل، چې له کبله یې هغوی اوس د دې ډلې له ممکنه بریدونو اندېښمن دي.

د فېسبوک اداره اوس پر خپلو او د ټویټر او لینکډېن پر پاڼو د دوی د اکاونټونو د خوندیتوب کار پیل کړی، چې په اساس یې اوس په افغانستان کې څوک نه شي کولای د فېسبوک کاروونکو د ملګرو په فهرست کې په چا پسې وګرځي او پلټنه یې وکړي.

د فېسبوک د امنیتي پالیسۍ مشر نتانیل ګلېشر د پنجشنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي، چې تېره اوونۍ یې ټیم د خلکو د خوندي‌ ساتلو لپاره د شپې او ورځې کار کړی دی.

ښاغلی ګلېشر وایي فېسبوک د طالبانو له ګواښونو د اغېزمنو افغانانو د خوندي ساتلو لپاره یو نوی آپشن فعال کړی چې کاروونکو ته یې اجازه ورکړې په یو کلېک سره خپل اکاونټونه تاله بند کړي. وایي په دې کار سره به هغه کسان- چې له دوی سره ملګري‌ نه وي- نه شي کولای د دوی فېسبوک پوسټونه یا پروفایل او پېژندنه وګوري.

د بشري حقونو فعالان اندېښنه څرګندوي چې کېدای شي طالبان پر ټولنیزو رسنیو د خپلو مخالفینو ډیجیټل تاریخ او ټولنیزو اړیکې وپلټي او هغوی په نخښه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل په روانه اوونۍ کې ویلي، په زرګونو افغانان چې وایي په هغوی کې د پوهنتونونو استادان، خبریالان او د بشري حقونو دفاع کوونکي هم شامل دي د طالبانو د غچ او انتقام له خطر سره مخ دي.

د ټویټر ادارې هم ویلي دوی په افغانستان کې د مدني ټولنې له همکارانو سره په اړیکه کې دي چې په دې هېواد کې د خلکو د خوندیتوب لپاره کار وکړي او د داسې موادو د ژر لرې کولو لپاره یې هڅې پیل کړې چې د کاروونکو ژوند ته یې ترې خطر وي.

ټویټر وایي که داسې کسان چې پر خپلو پاڼو یې دوی ته خطر پېښوونکی مواد وي او دوی اوس خپلو اکاونټونو ته لاسرسی نه لري نو کمپنۍ کولای شي د لنډې مودې لپاره د دوی اکاونټونه معطل کړي، چې تر څو دوی خپلو اکاونټونو او د دغو موادو ډیلیټولو ته لاسرسی پیدا کوي.

د ټویټر اداره دا هم وایي چې دوی په افغانستان کې له حکومتي ادارو سره تړلي اکاونټونه هم له نیژدې څاري او کېدای شي د لنډې مودې لپاره یې معطل کړي چې د هغوی شناخت تایید شي او وپېژندل شي چې څوک دي.

د مایکروسافټ مسلکي نیټورک د لینکډېن ټولنیزې رسنۍ ویاند ویلي، دوی هم د لنډې مودې لپاره په افغانستان کې د خپلو کاروونکو اړیکې پټې ساتلې دي چې نور کاروونکي به یې نه شي لیدلای.

فېسبوک، ټویټر او لینکډېن دا اعلان په داسې وخت کې کړی چې فېسبوک دوې ورځې وړاندې پر خپلو پاڼو د طالبانو پر فعالیتونو بندیز لګولی وو او د دوی د موادو د لرې کولو خبره یې کړې وه.

د فېسبوک ادارې یوه ویاند ویلي وو چې د امریکې د قانون له مخې طالبان یوه ترهګره ډله ده ځکه یې د دوی پر فعالیتونه بندیز اعلان کړی او د افغان کارپوهانو یوه ډله یې ګومارلې چې د هغوی په مرسته له طالبانو سره تړلې پاڼې بندې کړي.

طالبانو تر اوسه د ټولنیزو رسنیو د مخالفینو د ممکنه هدف کولو په اړه اندېښنو او د فېسبوک، ټویټر او لینکډېن ادارو اعلان ته څه جواب نه دی ویلی، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد درې ورځې وړاندې په کابل کې خپل لومړي خبري کانفرنس ته پر دوی د فېسبوک د بندیز په جواب کې تش دومره ویلي وو "دوی چې د بیان د ازادۍ دعوې کوي دا پوښتنه باید له دوی وشي چې ولې یې پر موږ بندیز اعلان کړی".

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG