د امریکا صدر جو بایډن ویلي چې د غزې د جګړې په حوالې سره د اسرایلي مشرانو د ګرفتارۍ د حکم درخواست، "غوصه پاروونکی" دی.
پس د هغه چې د جرمونو د نړېوال عدالت مشر وکیل یا څارنوال کریم خان اعلان وکړ د عالمي عدالت نه د اسرایل د وزیراعظم او دفاع وزیر، او همدا راز د حماس ډلې درېیو مشرانو د ګرفتارۍ حکم غواړي، د امریکا صدر جو بایډن د ګل/دوشنبې په ورځ وویل: "دغه عدالتي وکیل چې ممکن هر څه ته اشاره وکړي، د اسرایل او حماس ترمنځ هېڅ ډول برابري یا پرتله موجوده نده. مونږ به د اسرایل په وړاندې د هر ډول امنیتي خطرو په ضد همېش د هغه هېواد ترڅنګ اودرېږو."
د جرمونو د نړېوال عدالت مشر وکیل یا څارنوال کریم خان د ګل/دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د عالمي عدالت نه د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نيتنیاهو او دفاع وزیر یوواف ګېلنټ، او همدا راز د حماس ډلې درېیو مشرانو یحیی السنوار، اسماعیل هنیه او محمد الضیف د ګرفتارۍ حکم غواړي.
د امریکا خارجه وزارت هم د هېګ عدالت د مشر وکیل دا اقدام رد کړی او ویلي یې دي: "مونږ د وکیل د طرفه د اسرایل او حماس برابر معادل ګڼل/پرتله کول ردوو. دا د شرمناکه خبره ده. حماس یو ترهګر تنظیم دی چې د هالوکاسټ راهېسي یې د یهودیانو بدترینه قتل عام ترسره کړ او لا هم په لسهاوو بېګناه انسانان، په شمول د امریکاییانو یې یرغمل ساتلي دي."
د امریکا خارجه وزارت ویلي چې د جرمونو عالمي عدالت دا قانوني اختیار نلري چې د غزې په روانه جګړه کې څېړنه وکړي، او اسرایل که څه هم د دغه عدالت ممبرشپ نلري، مګر په پلټنو کې یې د یاد عدالت سره همکارۍ کړې دي.
کریم خان په یو بیان کې وویل د هغه دفتر ګڼي چې نېتنیاهو او ګېلېنټ د جنګي جرمونو او د انسانيت خلاف جرمونو مجرمانه ذمه واري په غاړه لري چې لوږه د جنګ د طریقې په توګه استعمالوي او د ملکي کسانو خلاف د حملو رهنمايي کوي. همدا شان هغه وویل داسې دلایل ورسره شته چې یحیی سنوار، د حماس د عسکري څانګې مشر محمد دياف إبراهيم المصري او د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه هم د جنګي جنګ او د انسانیت خلاف جرمونو ذمه واري لري.
د اسرایل غبرګون:
د جرمونو د نړېوال عدالت د مشر وکیل کریم خان څرګندونو ته د اسرایل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو هم غبرګون ښودلی دی. نېتنیاهو په یو وېډیویي بیان کې چې په عبراني ژبه په کې خبرې کوي، ویلي چې د هېګ د عدالت د مشر وکیل دا اقدام "مضحکه خیز" دی او مقصد یې ګني ټول اسرایل په نښه کول دي.
نېتنیاهو پخپلو خبرو کې وویل: "په هېګ کې عدالتي وکیله، په کوم جرات سره د حماس بلاوې د اسرایل دفاعي ځواک د عسکرو سره پرتله کوې، کوم چې نړۍ کې تر ټولو اخلاقي پوځ دی؟ ته په کوم جرات سره حماس، کوم چې زمونږ وروڼه او خوېندې یې قتل کړې، وسوځولې، قصابي یې کړلې، سرونه یې ورپرې کړل، جنسي تیری یې ورباندې وکړ او اغوا یې کړل، د آی ډي اېف د هغو عسکرو سره پرتله کوې چې یو بې مثاله منصفانه جګړه مخې ته بیایي، هغه هم په یو بې مثاله اخلاق."
نېتنیاهو وویل چې په لومړي ځل یو ډېموکرېټک ملک چې د جنګي قوانینو پر بنیاد د خپلې بقا دپاره جنګیږي، پخپله په جنګي جرمونو تورن کیږي.
د اسرایل صدر اسحاق هرزوګ دا اعلان "له حده زیات اشتعال انګېز" وباله او ویي ویل چي دا "ښکاره کوي چې نړېوال عدالتي نظام په کومه اندازه د تباه کېدو په خطره کې دی."
د اسرایل خارجه وزیر، اسرایل کتز د هرزوگ د تبصرو په تایید سره وویل چې د جرمونو د نړېوال عدالت لخوا د اسرایلي وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو او د دفاع وزیر یوواف ګېلنټ د ګرفتارۍ درخواست یوه "اشتعال انګېزه/ظالمانه فیصله" ده.
غزه کې دا روان جنګ پس د هغه پیل شو چې د حماس تندلاري په ناڅاپي توګه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله وکړه. اسرایلي چارواکي وایي په دې حمله کې حماس ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې ځان سره یرغمل یووړل.
د هغې حملې نه پس، اسرایلي ځواکونو په غزه باندې هوایي او ځمکني عملیات پیل کړل چې تر اوسه ګڼ شمېر کسان په کې وژل شوي دي. د غزې د صحت چارواکي وایي چې د اسرایل په حملو کې تر اوسه د پنځه دېرش زرو (۳۵۰۰۰) زیات کسان وژل شوي او اکثره په کې ښځې او ماشومان دي.
Forum