لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

T20 نړیوال جام:نن دوه روایتي رقیبان پاکستان اؤهند یو بل ته مخ کیږي


T20 Cricket India Pakistan
T20 Cricket India Pakistan

د کرکټ د شل اووريزه نړيوال کپ سيالۍ چې د نن نه پېل شوي وړومبنیو مېچونو کې د سري لنکا او بنګله دېش او دپاکستان او هند لوبډلې يو بل ته مخامخ کيږي۔

د هند او پاکستان دغه سيالۍ چي په دوبۍ کې کيږي په ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو باندې پرې تاوده بحثونه روان دي خو ډير خلک وايي دې سيالو ته دې د يوې لوبې په نظر وکتل شي نه چې د جګړو ترحده ورسيږي۔

پاکستان کې په ټوېټر دهند او پاکستان مېچ په اړه ټرينډ په اول نمبر دی،

پخواني کرکټر وقار يونس په ټویټر ليکلي "خپل پوره کوشش وکړئ ، د ګټې او بېلات په اړه فکر مه کوئ"

د پاکستان د ټيم پخواني لوبغاړي کامران اکمل ليکلي "د يوې لويې لوبې د لویې سيالۍ ورځ ده"

د پاکستان لخوا دکرکټ مينه والو په ټويټر داسې ويډيو ګانې شريکې کړي چې د هند لوبغاړي پکې اوټ ليدل کيږي او د هند لخوا هغه ويډيو ګانې خوريږي چې پاکستاني لوبغاړو ته پکې ماتې ورکړل شوې۔

د کرکټ مينه وال عارف مردانوي وایي په ډواړو هېوادونو کې د کرکټ داسې لوبې ته د جنګ په څېر کتل کيږي بايد چې د دواړو هېوادونو مينه وال دې ته د لوبې په څېر وګوري او تر هغې حده ترې خوند واخلي۔

عارف مردانوي وايي د پاکستان لوبډله کې تکړه پښتانه لوبغاړي هم دي او کولی شي چې د هند سره د مېچ نقشه بدله کړې۔

د ایي سي سي د ویب پاڼې ترمخه پاکستان د کال ۲۰۱۱ نه راپديخوا د هند نه په نړيوالو سيالیو کې يو میچ هم نه دی کټلی۔

دنړیوال جام یا ورلډ کپ په پينځوؤ سيالو کې هند يو مېچ په اتوؤ ويکټو، دويم په اووه ویکټو،دريم په شپږ اويا منډو،څلورم په شپږو ويکټو او پينځم په يو کم نوي منډو ګټلی دی۔

د کرکټ مينه وال او لوبغاړی عدنان رئيس وايي د هند او پاکستان ترمينځه د کرکټ لوبه تل خوندوره وي ،دواړه لوبډلې خپل تکړه لوبغاړي لوبې ته راوباسي او د ورلډ کپ سيالو کې د مېچ نه ګټلو فشار به د پاکستان په ټيم وي خو د پاکستان موجوده ټيم د بېټسمینانو او بالرانو له رویه ډير پیاوړی دی او ډير امکان دی چې په ښې لوبې کولو سره مېچ وګټي۔

پاکستان تر اوسه د ټې ټونټي نړيوال کپ يو واري په کال دوه زره نهم کې د سري لنکا نه ګټلی دي۔

په کال دوه زره اووم کې د ټې ټونټي نړيوال کپ اولنۍ سيالي هند ګټلې وه او پاکستان ته يې ماتې ورکړي وه۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG