لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا افغانانو ته د کډوالۍ شرایط اسانه کړي


واشنګټن – د امریکا حکومت افغانانو ته په امریکا کې د کډوال کېدو لپاره د درخواست ځینې شرایط اسانه کړي.

تر اوسه به هغو افغانانو ته چې د طالبانو د رژیم لاندې یې په ملکي څوکیو کار کړی وو او یا به یې د عامه خدماتو لکه د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې وې د امریکا ویزه نه ورکول کېدله ځکه چې له ترهګرې ډلې سره یې اړیکې درلودې.

د بایډن ادارې ویلي، تر دې وروسته به داسې نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند امریکا غږ ته وویل، "د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د کډوالو او تابعیت د قانون لاندې د خپل واک له کارولو سره د امریکا حکومت ته اجازه ورکړې چې کېس کېس ته په کتلو سره ځینو خلکو ته دا شرط معاف کړي.

اوس به له دې سره ډېر داسې کسان د امریکا د وېزې شرایطو باندې برابر شي چې تر دې وړاندې ورته نه وو برابر.

هغه وړاندې وویل، له دې ګام سره به د امریکا حکومت د دې جوګه شي چې هغو په شرایطو برابر پناه غوښتونکو افغانانو ته چې د امریکا ملي‌ امنیت او عامه خوندیتوب ته ګواښ نه ګڼل کېږي په امریکا کې د دایمې استوګنې لپاره اجازه ورکړل شي.

ویاند زیاته کړې، له دې نوی حکم څخه به هغه افغانان چې د طالبانو د لومړۍ دورۍ پر وخت یعنې د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر څخه د ۲۰۰۱ کال تر ډیسمبر پورې چې له طالبانو سره یې په ملکي برخه کې کار کړی وي او یا یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ نېټې وروسته ورسره کار کړی وي ګټه واخېستلی شي.

د ۲۰۰۶ کال راهیسې، د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو دواړو ادارو لخوا دغه قانون عملي شوی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، "ډاکټران، ښونکي، انجینیران او نور افغانان چې په هغو کې هغه افغانان هم شامل دي چې په مېړانه یې په افغانستان کې د امریکايي‌ ځواکونو ملاتړ کړی او اوس له ګواښ سره مخ دي باید بشري ژغورنه او د کډوالۍ نورې مرستې باید یواځې له دې امله چې له جګړې سره ډېرې نېږدې پاتې شوي او ملکي خدمت یې کړی ترې دریغ نشي.

ځینې شرایط روښانه نه دي:

هغه افغانان چې غواړي د امریکا د ځانګړې وېزې له لیارې چې د امریکا کانګرس په ۲۰۰۹ کال کې تصویب کړه امریکا ته راشي، باید د نورو اسنادو ترڅنګ په افغانستان کې د امریکايي پروژې له سوپروایزر څخه هم د سپارښتنې یو لیک واستوي.

د کلونو راهیسې به درخواست کونکو له امریکايانو غوښتل چې په سپارښتنلیک لاسلیک وکړي او که سوپروایز به یې امریکايي نه وو نو بیا باید پرې د کوساینر په توګه امریکايي هم لاسلیک کړی واي.

دا له روښانه نه ده چې ایا دا شرط هم لېرې کړای شوی دی او که نه.

د IRAP یو پالیسي پوه اډم بېټس وايي، که څه هم د بهرنیو چارو وزارت له درخواست کونکو څخه د لاسلیک شویو لیکونو غوښتنه کړې خو کانګرس هېڅکله دا شرط نه وو لګولی.

بېټس امریکا غږ ته وویل، "د اس آي وي پروګرام هېڅکه دا غوښتنه نه کوله. کانګرس هېڅکله دا نه وو ویلي چې د خپلو افغانو متحدینو درخواستونه دې له دې امله وځنډوي او یا رد کړي چې ګواکې امریکایانو پرې لاسلیک نه وي کړی."

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې درخواست کونکي باید لا تر اوسه هم دغه لیک ترلاسه کړي او دا یې نه دي‌ ویلي، چې دا شرط اوس لېرې کړای شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي، درخواست کونکو باید دا لیک له هغه امریکايي سوپروایزر څخه ترلاسه کړی وای چې دوی یې په شخصي توګه پېژندل او که داسې به نه وو نو بیا به یې بل سوپروایز لاسلیک کاوه او په پای کې به یې د هماغې پروژې امریکايي سوپروایزر پرې لاسلیک کاوه.

نورو ویزو ته هم اړتیا ده:

د ۲۰۱۴ کال راهیسې کانګرس د اس آی وي پروګرام لاندې ۳۴۵۰۰ وېزې ورکړي او په دې کې د درخواست کونکو د کورنیو غړو لپاره لا ۱۶۰۰۰نورې وېزې شاملې نه دي.

د بشري حقونو د ډلو ایتلاف او د کډوالو د تنظیمونو لخوا له کانګرس څخه غوښتل شوي دي چې افغانانو ته ۲۵۰۰۰ نورې وېزې هم تصویب کړي.

دا مهال د اس آی وي لږ تر لږه ۵۰۰۰۰ اصلي درخواست کونکي د پلټنو او منل کېدو بهیر ته انتظار باسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، مونږ تر بل هر وخت دا مهال زیات درخواستونه مخې ته وړو.

بل پلو په کابل کې د تېر کال د اګسټ راهیسې د امریکا سفارت تړل شوی خو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د شاخوا نورو هېوادونو په سفارتونو او کونسلګریو کې د خپلو کارکونکو شمېر زیات کړی تر څو د اس آی وي درخواست کونکو بهیر ګړندی کړای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG