لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي امين ګنډاپور: د مرکز نه به د خپلې صوبې حساب اخلم


د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلی علي امين ګنډاپور ويلي، "د مرکزي حکومت نه به د خپلې صوبې حساب اخلو او که حق را نه کړل شو بيا به د ‏صوبې خلک د مرکزي حکومت خلاف غږ پورته کوي، بيا به مونږ تحریک چلوو".‏

په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف او مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ او اتحاديانو ګډ حکومت دی.‏

ګنډا پور د جمعې په ورځ په خبري غونډه کې مرکزي حکومت ته په مخاطب کولو سره ویلي، "زمونږ د صوبې بقايات دې واپس کړي ځکه خپلو خلکو ته حق ورکول غواړو".‏

نوموړي زياته کړې، ټولو ته معلومه ده چې پښتونخوا ارزانه بجلي جوړوي پاکستان او مرکز ته ورکوي خو بيرته یې په ګرانه بيعه ورکوي او دغه شان کار د ‏ګېس هم دی.‏

هغه ويلي، که مرکزي حکومت دغه سلسله جاري ساتي نو دا ناانصافي ده.‏ د وزيراعلا په خبره، د خپلو حقونو دپاره مرکز ته وارننګ يا خبرداری ورکوي "په دهمکۍ او وارننګ کې فرق وي".‏

ښاغلي ګنډاپور ويلي، "دا وخت د بجلۍ د محکمې د ‏‎450‎‏ اربه روپو نه زياته خساره ده، په دې کې د بجلۍ د غلا په مد کې ‏‎110‎‏ اربه روپۍ زمونږ د صوبې ده. د نورې ‏خسارې زمه وار نظام دی، نظام ولې نه سمول کيږي؟ چې د کال خساره ‏‎120‎اربه روپو ته رسي".‏

ګنډاپور ویلي، په مرکز مو ‏‎1510‎ اربه روپۍ پاتې دي هغه مرکز ته ورکول وي، "يو خو زه دا واضحه کوم چې زما ولس ته دې غله ونه ويل شي، زما ولس ‏مجبوره دی، په صوبه کې د قبايلي سيمو ورګډېدو، حالاتو، امنيت، روزګار او روانو حالاتو له امله مجبوره دی، د بجلۍ غلا واپډا کوي".‏

هغه ويلي،"که صوبې ته یې حق ور نه کړل شو، نو بيا په داسې قدم اوچتولو مجبوره وي چې بيا ورته غدار ونه ویل شي، زما ‏‎1510‎‏ واجب الادا به راکوئ ‏‎110‎‏ روپۍ ترې کټ کړئ ".‏

علي امين ګنډاپور ویلي، د صوبې ولس یې لوډشيډنګ او ظلم نه شي برداشت کولی. ‏

هغه زياته کړې، د خپلې صوبې حق غواړي خېرات نه غواړي که مرکز یې حکومت وانه ورېده، بيا به د صوبې ولس د بجلۍ او ګېس دپاره، تحریک چلوي.‏

مرکزي حکومت د علي امين ګنډاپور څرګندونو ته په سمدستي ډول غبرګون نه دی ويلی.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG