لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ار اېس: په افغانستان کې د داعش مخ په زياتي فعاليتونه د اندېښنې وړ دي


د امریکا کانګرس ته د سي ار اېس په نوم تېنک ټېنک یو رپورټ وړاندې کړی چې پکې ويل شوي د داعش سره د مبارزې لپاره د افغان طالبانو په وړتیا شک لري او په افغانستان کې د داعش مخ په زياتي فعاليتونه د اندېښنې وړ دي.

دا رپورټ په داسې وخت وخت کې مخې ته راغلی چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې له لوري بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

څيړونکي وايي د امريکا تحقيقي ادارې سي ار ايس کانګرس ته وړاندې کړي رپورت د هغو مخ په زياتېدونکو بريدونو په اساس ډېر قوي ګنل کيږي کوم چې د داعش خراسان له لوري په کابل کې تر سره شوي دي.

د دفاعي چارو څيړونکی جنرل ريټايرډ طلعت مسعود وايي طالبانو د خپلې کړې تګلارې له وجې د دوي حکومتي او امنيتي چارې هم کمزورې شوي دي او په نتيجه کې يي داعش خراسان هم زور نيولی چې دغه اوس امريکا او نورې غربي نړۍ لپاره هم د تشويش وړ خبره ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د طالبانو حکومت اوس ډېر کمزوری شوی ښکاري او د دوي حمايت يا ملګرتيا کې هم تر ډېره حده کمی راغلی او د دوی مشکلات زيات شوي چې نتيجه کې يې داعش خراسان په يقيني توګه ډېر طاقت ترلاسه کړی او دا صورتحال ډېر د خطر وړ جوړ شوی دی.

هغه وويل ځکه امريکا او غربي نړۍ اندېښنې لري چې هسې نه يووار بيا دغلته افغانستان کې د اسامه بن لادن په شان ترهګر راپېدا شي.

د سي ار ايس په نوم د امريکا فکري تېنک ټېنک رپورټ څرګنده کړې، داعش خراسان چې په 2015 کال کې د جوړېدو سره سم د طالبانو مخالفت ساتلی او د طالبانو تر افغانستان محدود قام پرسته سياسي منصوبه بيا داعش خراسان د خپل عالمګير يا تر نړۍ پراخه نظريي پرضد ګڼي.

د سي ار ايس رپورت زياتوي ، په اګست 2021 کې د طالبانو په کابل د قبضې وروسته د طالبانو د کارروايۍ باوجود د داعش خراسان په صفونو کې تر څلور زرو جنګيالي شامل شوي دي او په 2022 کې يې د څو بريدونو زمه وارۍ هم قبولې کړي دي.

د دفاعي چارو کار پوهه بريګډير ريټايرډ سيد نزير په وينا د داعش دغه زياتيدونکی خطر داسې دی چې نور هم سېوا کېدی شي.

سيد نزير وايي، طالبانو د داعش خراسان پرضد په کونړ او ننګرهار سيمو کې عمليات کړي دي خو داعش خراسان ډله تر پايه تخت کابل رسېدلې او دغلته يې بېا په ډېرو حساسه ځايونو کې فعاليتونه روان کري دي او دوی اوس دغلته سفارتخانې او مهمه ځايونه په نښخه کوي چې دا دغه مخ په زياتېدونکي خطر ته اشاره کوي ،خو بيا د دوی په وړندې د طالبانو عمليات داسې دي چې تر اوسه يي د داعش لاره ونه نيوله.

دغه رپورټ د دې جاج هم اخستی چې څنګه د ګاونډیو هیوادونو سیمه يیزه حرکتونه په مستقیم ډول د افغانستان په پرمختګونو اغېزه کوي او څنګه "په افغانستان کې دننه پېښې بيا د ګاونډی هيوادونو لپاره اثرات لري".

په رپورټ کې پاکستان د افغانستان لپاره تر ټولو مهم ګاونډی بلل شوی، چې د لسیزو راهیسې یې د افغانستان په چارو کې فعال رول لوبولی او بيا په بې ثباتۍ کې یې روله م رول پاتې شوی دی، په دې کې د 1990 لسیزې د واکمنۍ پر مهال د طالبانو په فعاله توګه ملاتړ او له هغې وروسته د یاغیتوب ډېره برخه هم شامله ده.

په رپورټ کې دا هم په ګوته شوې چې ډیرو څېړنکارانو داسې ګڼله چې "د طالبانو کابل قبضه کول د پاکستان د سیمه يیزې پالیسۍ لپاره یوه بریا" ده ، خو بيا رپورټ دغه "وروستۍ نښخې نښانې په ګوته کوي د طالبانو بیرته واکمني تر لاسه کول په ممکنه ډول څنګه د پاکستان لپاره چېلنجونه جوړ کړي دي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG