د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي پوځ خپل اييني حدود پېژني او د نورو هم د ايين د سر لوړۍ تمه ساتي.
د پاکستان پوځ ويلي، جنرل عاصم منیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په رسالپور کې د پاکستان د هوايي ځواک کېډټانو پاسنګ اوټ پرېډ ته وينا کې وویل د پاکستان د ايين په 19مه ماده کې د رای د اظهار د ازدۍ حدونه ټاکل شوي او کوم خلک چې په ايين کې د ورکړل شوو حدونو په ښکاره سرغړونه کوي هغوی په نورو ګوتې نه شي پورته کولی.
د پاکستان د پوځ مشر د پوځ د اييني حدودو خبره په داسې وخت کې کړې چې پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف ويلي، د پوځ او استخباراتي ادارې سره مذاکراتو ته تياره ده.
څو ورځې وړاندې د تحریک انصاف ګوند یومرکزي مشر شهریار اپریدي ویلي وو چې ګوند یې يوازې پوځي اسټبلشمنټ سره خبرو ته تیار دی.
د هغه په دې بیان حکومتي اتحاد کې شاملو ګوندونو سختې نیوکې کړې وې.
وروسته د پي ټي آی مرکزي ویاند روف حسن مطبوعاتو ته ويلي وو، چې پي ټي آی د اسټبلشمنټ پشمول هر چا سره مذاکراتو ته تیاره ده.
روف حسن ویلي وو، هر کله چې یې پوځ سره مذاکرات وشول نو دا خبره به کوي چې د پوځ سیاسي کردار دې ختم شي او باید چې هره یوه اداره خپل اییني حد کې دننه فعالیت وکړي.
د پاکستان پوځ مدام دا تورونه رد کړي دي چې د کوم سیاسي ګوند حمایت یا مخالفت کوي.
په پاکستان کې د ننه او د ملک نه بهر څېړونکي د ډېر وخت راهسې د هېواد پوځ یوه داسې مضبوطه ادارې بلي چې حکومتونه جوړوي او غورځوي او دا الزام لګوي چې د سیاسي حکومتونو د ختمولو او د اقتدار سمبالولو دلارې پوځ د خپل اییني حد نه تجاوز کوي.
پاکستان کې د ادارو په خپلو حدودو کې دننه پاتې کېدو خبره يواځې سياستوال نه کوي.
د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس قاضي فايز عيسا د لادرکه کسانو د يوې مقدمې د اورېدنه کې هم ويلي وو، په زوره د خلکو د بې درکيو مسله د تل دپاره هوارول غواړي خو دغه مسله دې سياسي نه کړل شي، دا سنجيده مسله ده. نوموړي ويلي وو ټولو ادارو له په خپلو حدودو کې پاتې کېدل پکار دي.
پاکستان کې د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو هم تورونه لګي چې درغلۍ پکې شوي او نتيجې بدل کړل شوې وې.
د عامو انتخاباتو وروسته پاکستان کې د مذهبي سياسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې وه، چې د پخواني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه، او استخباراتي ادارې (آی اېس آی) پخواني مشر او پېښور پخواني کور کمانډر جنرل فېض حميد په وينا یې د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد يا بې باورۍ تحریک راوړی وو.
د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمان دعوې ته رسمي کوم غبرګون نه وو ویلي.
د پاکستان مخکيني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ريټايرډ کېدو نه لږه موده وړاندې د کال 2022م د نومبر په 23مه نېټه خپله وروستۍ وينا کې اعتراف کړی وو چې پوځ د 70 کالو نه په سياست کې مداخلت کړی خو پوځ فېصله کړې چې نور به په راتلونکې کې په سياست کې لاسوهنه نه کوي.
Forum