د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان سره د پولو په تړل کېدو سختې نیوکی کړي اؤ وایي تر 20 کالو مو په یو امید د پردې تر شا (افغان طالبانو سره) مرستې کړې وې خو نن مونږ هم د هغه افغانستان سره په جنجال کې پریوتي یو اؤ پولې مو ورته تړلي دي.
ملتان کې تېره ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې مولانا فضل الرحمان ویلي که افغانستان سره د پولو تړل کیدو علتونه ترهګري ښودل کیږي نو دا ستونزه د چین سره نشته.
د مولانا فضل الرحمان په وینا د ترکستان تحریک خلک هم په افغانستان کې دي اؤ د چین په ضد کارروایۍ کوي چې پرې خفه هم دی خو ددې باوجود هم چین د دغه هیواد په مارکیټ قبضه کوي اؤ روسیه هم پرې د قبضې هڅې کوي.
هغه وویل "مونږ 20 کاله په دې امید د غلاف لاندې (طالبانو ته) مرستې ورکړې، نن مونږ هر څه له لاسه ورکوؤ، مونږ یوازې د جګړو صلاحیت لرو، د ملک د پرمختیا اړخ مو له پامه غورځولی دی"
پخپله دې وینا کې هم مولانا فضل الرحمان په پوځ کلکې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې کله چې یوه با اختیاره اداره جنګیالۍ وي اؤ د هغې تربیه دښمن سره د جګړې لپاره شوې وي نو هغه کله هم سیاسي اؤ اقتصادي مشرتوب نه شي کولی ځکه چې دا د هغوي میدان نه دی.
د هغه وینا وه چې پاکستان دا مهال تاواني سفر کوي اؤ د تاوان مستقبل یې دی.
هغه پوځ سیاست کې په لاسوهنه تورن کړو اؤ غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې مستعفي شي، پاکستان کې دې انتخابات بیا له سره وکړی شي اؤ پوځ دې د الیکشن نه په ډډه پاتې شي.
د هغه وینا وه چې مونږ په جمهوریت باور لرو اؤ په ایین مو سوګند کړی دی نو بیا باید چې ایین اؤ اییني ادارې سرلوړی وي.
مولانا فضل الرحمان وویل دا نه شي کیدای چې اسټیبلشمنټ دې ملازم هم دي حاکم هم، دا دواړه شیان په یو وخت نه شي کیدای.
مولانا فضل الرحمان تېره اوونۍ هم پېښور کې یوې جلسې ته پخپله وینا کې په پوځ کلکې نیوکې کړې وې اؤ سیاست کې په لاسوهنه یې تورن کړی ؤ.
هغه پوځ ته په مخاطبه ویلي وؤ" که زه ستا وردي نه شم اچولی نو بیا ته هم زما سیاست نه شې کولی"
پوځ لا د مولانا فضل الرحمان دې څرګندونو ته څه ځواب نه دی ویلی خو په تېرو زیاترو موقعو پوځی ویاند دا تورونه رد کړي چې ګنې پوځ په سیاست کې لاسوهنه کوي او ویلي دي چې ځان یې له سیاست په ډډه ساتلی
څيړونکي وایي مولانا فضل الرحمن ګڼي چې د پوځي اسټبلشمنټ په ضد د سخت دريځ خپلو لو له لارې یو وارې بیا خپل بايلي سياسي طاقت ترلاسه کولی شي۔
خبریال کاشف الدين سيد د ډیوه خبریال عثمان خان ته ویلي ،مولانا فضل الرحمان په دې خبره پوهه دی چې په موجوده حالاتو کې اسټیبلشمنټ ضد بیانه ولس قبلوي ځکه یې د پوځ په ضد سخته بیانیه خپله کړې ده.
د هغه په خبره "دي وخت (د پوځ ضد بیاننه) د خلکو ذهين ته هم اپيل کوي او که زه دا خبره په ډيرو اسانو ټکو کې وکړم نو په دي وخت کې انټي اسټبلشمنټ بيانيه چې ده نو دا خلک خوښوي او مولانا صېب د ولس د مزاج نه هم خبر دی او د خپل سياسي ماحول نه هم خبر دی‘‘
څيړونکي دا هم وایي چې د پوځ او د تحريک انصاف ترمنځ په روانه د بيان او دريځ کشاله کې د مولانا فضل الرحمن ميدان ته رادانګل به د هېواد سياسي او ټولنيز ماحول نور هم تاوجن کړي.
Forum