لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت:د وسله والو برید کې د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې مرستیال مشر وژل شوی


دخیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دپاکستان دپلټنو دمرکزي ادارې ایف ایي ای مرستیال مشر یا ډپټي ډایریکټر انعام الله مروت وژل شوی دی.

دپولیس سرچینو له مخې دا پېښه دخالي یا شنبې په ورځ دلکي مروت په غزني خیل تاجه زئ سیمه کې مخې ته راغلې چې دغلته وسله والو په انعام الله مروت ناتاره ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.

ددې پېښې ذمه واري تر اوسه چا پغاړه نه ده اخستې ،پولیس وایي دپېښې نه وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ پولیسو مقدمه درج کړې اؤ سیمه کې یې دلټونې عملیات پیل کړې دي.

سرچینې وایي د ایف ایي ای د مرستیال مشر انعام الله مروت تعلق د تاجه زئ سیمې سره ؤ اؤ هغه د رخصتیو تېرولو لپاره کلي ته راغلی ؤ.

لکي مروت دخېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي او دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د وژلو دعوې مخې ته راغلې دي.

دلکي مروت پولې د پنجاب میانوالي ضلعې تر څنګ د خیبر پښتونخوا ټانک، ډیره اسماعیل خان، بنو، کرک او قبایلي ضلعو وزیرستان سره لګېدلې دي .

ځایي خلک وایي د ستمبر نه را پديخوا دغلته زیات بریدونه په پولیسو شوي دي.

د لکي مروت د قامي جرګې یوه غړي او سیاست مدار منصور کمال اوړمه ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د ناامنۍ د لاسه شتمنو خلکو خپلې سیمې پریښودې او سره د خپلو کورنيو یې کډې وکړي او یوازې غریب خلک دغلته ژوند کوي.

د لکی مروت د پولیسو په وینا په ضلعه کې په دې نزدې وختونو کې د پولیسو دنهو عسکرو په ګډون خواشا 14 امنیتي عسکر په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي او ددې په دوه چنده نور ژوبل شوي دي.

دغلته دشوو زياتره ترهګريزو پېښو ذمه داري تحریک طالبان په غاړه اخستې ده.

چارواکي وایي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ددې شمیرې برابر وسله وال هم کسان وژل شوی دي.

په 16م نومبر په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو.

هغه وخت د خیبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ویلي وو، پوليس د ولس سره په ګډه د امنيت دپاره اقدامات کوي او په ولس يې غږ کړی ؤ چې ترهګرو ته دې پناه ورکولو نه ډډه وکړي او د ترهګرو د موجودګۍ په صورت کې دې سړکونو ته د راوتلو په ځای په وخت پولیس خبر کړي.

بیا لس ورځې وروسته په 26م نومبر د پاکستان د پوځ لکي مروت ګمبلا سیمه کې د وسله والو سره جګړه شوې وه چې پکې دپاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوي او د یو افسر په ګډون دوه نور ژوبل شوي وو.

ددغو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.

د شمالی وزیرستان سره تړاو لرونکى د ترهګرۍ په پېښو پوهه خبریال ناصر داوړ وایي یو خو دا سیمه انتهایي وروسته پاتې ده هیڅ حکومتي واک پکې نه لیدل کیږي بل دا سیمه د پنجاب او وزیرستان سره پولې لري.

دهغه په وينا افغانستان کې دتیر جمهوري نظام پرمهال دا د پنجاب نه د وسله والو افغانستان ته داخیلېدو مهمه لار پاتې شوې ده خو هغه وخت د دغې سیمې پاکولو د پاره هیڅ ګامونه نه دي اخستل شوي.

په لکي مروت کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پرضد په ولسي کڅه لویې احتحاجي غونډې شوې دي چې پکې وینا کوونکو ویلي داخاوره د ترهګرۍ زغم نه لري خو هغه وخت ضلعي پولیسو ویلي وو په ضلعه کې پولیس او نور امنیتي عسکر موجود دي د حلکو د خوندي ساتلو د پاره ګشتونه کوي او چاته به اجازه ور نه کړي چې د علاقې امن خراب کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG