لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:پاکستان کې تر ټولو زيات غبن په پوليس، عدالتونو او تعليمي نظام کې کيږي


د ټرانسپېرنسي انټرنیشنل پاکستان نومې ادارې په تازه سروی کې ويل شوي چې په پاکستان کې تر ټولو زيات غبن په پوليس، ټيکدارۍ نظام، عدالتونو او تعليمي نظام کې کيږي۔

څيړونکي وايي د رياستي نظام د کمزورۍ له وجې بډو رشتونو ته لاره هواريږي۔

په سروې کې کې ويل شوې چې په پاکستان کې تر ټولو زيات رشوت د پوليس په محکمه کې اخستل کيږي.

په دويم نمبر د ټيکدارۍ په نظام، په دريم نمبر په عدليه او په څلورم نمبر د تعليم په محکمه کې بډې رشوتونه اخستل کيږي.

د پېښور هائي کورټ وکيل شبير حسېن ګګياڼي وي او ای ډیوه ته وويل په خېبر پښتونخوا کې عدليه په اول نمبر راوستل شوې ده خو دده په نظر دا سمه نه ده او د ګل په ورځ دغه خبره په عدالت کې چېلنج کوي.

نوموړي وويل په خېبر پښتونخوا کې پوليس په ډيرو داسې کارونو کې ککړ دي چې بډې رشوتونو ته لار هواروي۔

وایي"پوليس د تښتونو په کېسونو کې ککړ دي، په پېسو باندې د قتل کولو کېسونه يې هم مخې ته راغلي، په رشوت باندې په کېسونو کې ردوبدل کوي"

په سروی کې ويل شوي په سند صوبه کې په اول نمبر رشوت د تعليم په محکمه ، دويم نمبر باندې پوليس او په دريم نمبر د ټېکدارۍ په محکمه کې اخستل کيږي.

همدا شان په پنجاب کې دټيکدارۍ نظام په اول نمبر دی، دويم نمبر باندې عدالتي نظام دی.

په بلوچستان کې په غبن کې دټيکدارۍ نظام په اول نمبر دی او په دويم نمبر پوليس دي.

په خېبر پښتونخوا کې عدالتي نظام کې تر ټولو زيات رشوت اخستل کيږي، په دوېم نمبر ټيکداري نظام او په دريم نمبر باندې دپوليسو نظام دی.

دټیکدارۍ دنظام یو ماهر عرفان الله خان ډیوه ته وایي "په هر يو پراجېکټ کې د لسو نه ديارلس فيصدو پورې کمېشن د سرکاري محکمې اهلکار اخلي، څه انجنير واخلي، او ډيره فيصدي ګټه ټيکدار ځان ته وباسي چې ورسره د کار معيار ډير راکم شي"

په سروی کې د کرپشن د مخنیوي ادارې نېب باندې هم د بې باورۍ څرګندونه شوې ده او ویل شوي پاکستان کې پينځه ديرش فيصده خلک ګڼي چې د نېب اداره غېر موثره ده۔

د سي پي ایي نومې ادارې د کال ۲۰۲۲م جاري کړل شوي نوملړ کې پاکستان په نړۍ کې د زياتو بډو رشوتونو اخستونکو ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۴۰م نمبر دی۔

د خېبرپښتونخوا دداخله چارو پخواني سيکټري اختر علي شاه ډيوه ته وويل د نظام د کمزورۍ له وجې د نړۍ دپرمخ تللو هېوادونو په مقابله کې په پاکستان کې کرپشن زيات دی۔

"چې کوم مستحکم جمهوريتونه دي، که يورپ دی او که امريکه ده ،هلته په سمو معنو کې د قانو حکمراني ده او عوامي شعور ډير دی او که چا باندې د رشوت تور ولګي هغوي بيا استعفا ورکوي"

ددې سروی په اړه لا هم د پاکستان حکومت څه نه دي ويلي ، خو سږکال د مارچ په مياشت کې د پاکستان د نېب ادارې مشر جاويد اقبال ويلي وو په پاکستان کې د ټولو خرابيو جرړه کرپشن دب،او د معاشي پرمختيا د پاره به کرپشن په هر صورت ختمول وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG