د امریکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) ويلي، مشر کمانډر یې جنرل مايکل ايرک کوريلا د اوومې نه تر نهمې مې پورې د پاکستان سفر کړی، د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير او نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو سره یې ليدلي دي.
ويل شوي، مشرانو په ليدنو کې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره هڅو، د امريکې او پاکستان د وسله والو ځواکونو ترمنځ په پوځي کچه همکارۍ باندې خبرې اترې کړي دي.
د سېنټکام ترمخه، جنرل کوريلا د افغانستان سره په پوله پرتې خېبرپښتونخوا څو ځايونو ته سفر کړی دی. هغه هلته د 11م کور، فرنټير کور او اووم ډويژن د مشرانو سره هم ليدلي او په پوله د ترهګرۍ د مخنيوي په کارروايانو یې ورسره خبرې اترې شوي دي.
نوموړي دغه سفر په داسې وخت کې کړی چې پاکستان کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او زياتره پېښې د افغانستان سره په پوله خېبرپښتونخوا، قبايلي او جنوبي ضلعو او بلوچستان صوبه کې کيږي.
درې ورځې وړاندې په اوومه مې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په يو خبري کانفرنس کې ويلي وو، د تیرو څو میاشتو راهسې ترهګر او سهولت کار یې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت خرابولو هڅې کوي، خو امنیتي ادارې یې مخنيوی کوي.
هغه تور لګولی، "پاکستان کې د ترهګرۍ د تازه څپې غټ علت ټي ټي پي ته د افغانستان څخه ترلاسه کېدونکې سهولت کاري، او نوې وسله ورکول هم دي، د پوځ مشر څو ځله ويلي چې پاکستان کې د ترهګرو دپاره هيڅ ځای نشته". خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان پوځ دعوې، چې د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، رد کړې او له حقيقه لرې ګرځولې وې.
د پاکستان پوځ ويلي، جنرل مايکل ايرک کوريلا په پوځي مرکز (جي اېچ کيو) کې د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره ليدلي، په دوه اړخيزه چارو او په ځانګړي ډول سيمې د امنيت په اړه خبرې اترې کړي دي.
سېنټکام او د پاکستان پوځ دواړو ويلي، جنرل کوريلا د پاکستان د پوځ پېشه وارانه روزنه، او ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د پوځ کاميابۍ او سيمه کې د امن دپاره هڅې یې ستايلي دي.
Forum