لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن:دازغن تار پسر دپاکستاني‌ ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ سختې نښتې پیل شوي،درنه مرګ ژوبله پکې اوښتې ده


دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ د ډیورنډ په کرښه دازغن تار لګولو په جنجال دپاکستان دپوځ اؤ دافغان طالبانو ترمنځ درنې نښتې پیل شوي چې دچارواکو په وینا دپاکستان لوري ته پکې څلور کسان وژل شوي اؤ تر15 زیات نور ټپیان شوي دي.

دنښتو له امله دچمن باب دوستي دروازه هم ترڅو ساعتو د دواړو خواؤ دمسافرو اؤ هر رقم ګاډو پرمخ تړلې پاتې شوې وه خو وروستي اطلاعات وایي چې اوس پوله پرانستل شوې ده.

دسیمې نه د ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي وایي دپاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو ترمنځ دا نښتې نن (یکشنبه) غرمه د دولسو بجو شاوخوا پاک افغان بارډر باب دوستي ته ورڅېرمه کلي شیخ لال محمد کې دازغن تار پسر پیل شوې دي.

هغه وایي دشیخ لال محمد کلي نه دا نښتې وروسته ختیز لوري ته وغڅېدلې چرته چې دپاکستان دوه پوستې دشوکت پوسټ اؤ الیاس پوسټ په نوم فعالې دي اؤ دغلته پاکستاني ځواکونو اؤ طالبانو دیو بل پرضد درنې وسلې وکارولې.

سیمه ییزو چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي چې په ختیز لوري کې هم ځینو افغانانو دپاکستان لخوا په پوله دلګول شوي ازغن تار دلرې کولو هڅې کولې چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

تر اوسه په دې ډزو کې دافغانستان لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کومه کره شمیره مخې ته نه ده راغلې اؤ نه هم په افغانستان واکمنو طالبانو په دې هکله څه ویلي دي.

د ډيوه دخبریال دمعلوماتو له مخې ددې نښتو په مهال د راکټو درې مرمۍ دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې نه دیونیم کلو میټر په واټن دپاکستان دملیشا ځواکونو قلعه ته نزدې دګودامونو په سیمه کې په عامو خلکو اؤ کورونو لګیدلې دي چې درنه مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

دچمن دسول هسپتال مرستیال مشر ډاکټر رشید اڅکزئ وي او ای ډیوه ته ویلي چې تر اوسه روغتون ته دپينځوؤ کسانو مړي اؤ تر پینځلسو زیات زخمیان راوړل شوي دي.

عیني شاهدانو وي او ای ډيوه ته ویلي په کومه سیمه چې د راکټ مرمۍ لګیدلي هغه دخلکو زیات رش ؤ اؤ ویرې څرګندوي چې دمړو اؤ ژوبلو شمیره نوره هم لوړیدلی شي.

د ډيوه خبریال وایي دا نښتې دومره شدیدې دي چې له امله یې دباب دوستي دروازه نزې درې نیم ساعته دواړو خواو ته دپیاده خلکو اؤ تجارتي ګاډو پرمخ تړل شوې وه خو وروسته بیا دا پوله پرانستل شوه.

وروستي معلومات وایي چې اوس هم دا جګړه په شدت سره روانه ده اؤ دواړه خواوې دیو بل پرضد درنې اؤ سپکې وسلې کاروي .

خو دپاکستان حکومت یا افغان طالبانو لا ددې نښتو په اړوند څه نه دي ویلي.

(ددې رپورټ نور جذیات به درته زر روښانه کړو)

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG