لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین صدر خبرداری ورکړی کېدای شي روس د ایراني ډرون الوتکو کارولو ته وده ورکړي


واشنګټن ـــــ د اوکراین د صدر ولادیمیر زلنسکي دفتر د دوشنبې- ګل په ورځ په یوه بیان کې وویل، د اوکراین او یورپي اتحاد لخوا د مالي او پوځي ملاتړ په اړه به د فبرورۍ په دریمه په کییف کې غونډه کوي.

په بیان کې ویل شوي چې زلنسکي د کال په خپل لومړي ټیلیفوني تماس کې د یورپي کمیشن له مشرې ارسلا وان ډیرلاین سره د لوړې کچې غونډې په اړه بحث وکړ. په بیان کې راغلي:

"دواړو خواوو د راتلونکې فبرورۍ په دریمه په کیف کې د اوکراین او یورپي ټولنې د راتلونکې سرمشریزې د متوقع نتیجو په اړه بحث وکړ او اتفاق یې وکړه چې د چمتووالي کار ګړندی کړي."

مشرانو د "مناسب" وسلو د رسولو او اوکراین ته د ۱۹ ملیارد ډالرو نوي مالي مرستې پروګرام په اړه خبرې وکړې، چې زیلینسکي یې په دې میاشت کې د لومړۍ قسط د لیږلو لپاره ټینګار وکړ.

روسي ځواکونو تېره شپه د اوکراین پر ګڼو سیمو هوايي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خبرداری ورکړی چې روسیه کېدای شي د ایران له خوا د بې پیلوټه الوتکو کارولو ته وده ورکړي.

اوکرایني چارواکو د سه شنبې یا نهی په ورځ وویل چې د روسیې د توغندیو او توپخانو وروستي بریدونه د ختیځ دونیڅک په سیمه کې د دروزکیوکا په ښار او همدارنګه د اوکراین په شمال ختیځ کې خارکیف او د هیواد په سویل ختیځ کې دنیپروپیتروسک په نښه شوي دي.

زیلینسکي د دوشنبې یا ګل په ورځ د خپلې شپې په ویډیويي وینا کې وویل چې د هغه حکومت معلومات لري چې روسیه د شهید په نوم بې پیلوټه الوتکو سره "د اوږدې حملې" پلان لري چې په وروستیو میاشتو کې یې په اوکراین کې د اهدافو د ویشتلو لپاره کارولې.

روس پرون د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي د اوکراين په میزايل بريدونو کې يې ۶۳ پوځيان وژل شوي دي، روس ویلي دغه ميزايلې د روس په ولکه کې د اوکراين په دونيسک علاقه کې داغل شوي دي.

روس چې د خپلو پوځیانو د وژل کېدو اعلان کړی د اوکراين په پلازمينه کېيف هوايي بريدونه هم دوامداره ساتي.

د روس د دفاع وزارت ويلي، اوکراين د مکيوکا څخه په شپږو کې څلور راکټې د هغه نظام څخه داغلي دي چې امريکې د اوکراين پوځ ته ورکړی دی، روس ویلي دوه ميزايل يې راګوزارې کړي هم دي.

اوکراين نېغ په نيغه د بريد تاييد نه دی کړی خو په خاموشۍ يې منلې او دعوه يې کړې چې وژنې د روس د خبر نه زياتې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG