لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذبيح الله: د افغانستان خلاف د پاکستاني چارواکو څرګندونې د افسوس وړ دي


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د پاکستاني وزیرانو د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، "په وروستيو کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان خلاف بيانونه د افسوس وړ دي، د بې بنياده خبرو او راپارونکو څرګندونو څخه دې ډډه وشي ځکه چې بې باوري د چا په ګټه هم نه ده".

ذبيح الله دغه بيان د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د بيانونو وروسته ورکړی دی.

ذبيح الله مجاهد پرون په ټویټر ویلي، "افغانستان د پاکستان په ګډون د ټولو ګاونډي هېوادونو سره د ښه ګاونډي په څېر غوره اړيکې غواړي".

هغه د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان خلاف بيانونو ته د افسوس وړ ويلي او زياته کړې يې ده، واکمن "طالبان پوره هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان يا بل کوم هېواد پرضد ونه کاريږي".

هغه ویلي، "د پاکستان هم زمه واري جوړيږي چې د حالاتو په قابو کې ساتلو هڅې وکړي، د بې بنياده او راپارونکو خيالاتو د څرګندونو څخه ډډه وکړي، ځکه چې داسې خبرې او بې باورۍ فضا د يو فريق په ګټه نه ده".

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف دعوه کړې چې "د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف د ترهګرۍ دپاره کاريږي"، هغه دغه خبره په [دويمه جنورۍ] د جيو ټي وي په پروګرام کې کړې وه.

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د قامي سلامتۍ په غونډه کې د کوم ملک د نوم اخستو بغېر ويل شوي وو، "پاکستان به هېڅ یو ملک ته به اجازت نه ورکوي چې ترهګرو ته پناه او سهولتونه ورکړي او پاکستان د حق خوندي لري چې د خپل ولس تحفظ وکړي".

خواجه اصف ویلي وو، "په افغانستان واکمنو طالبانو ته يې ویلي او بيا به ورته وايي چې د دوحه په تړون کې يې ويلي وو چې خپله خاوره د ترهګرۍ ضد کارېدو ته نه پرېږدي خو د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي".

له دغې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي وو چې که د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له خوا پاکستان ته خطره پېښه شي او که افغانستان د تندلارو مرکزونه هلته له منځه یونه سي او خلک یې پاکستان ته ونه سپاري، نود پاکستان سره ګنې دا قانوني صلاحیت شته چې په افغانستان کې دننه د تندلارو مرکزونه پخپله وځپي. د پاکستان داخله وزیر دا خبرې د اېکسپرس نیوز سره په مرکه کې کړې وې.

پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون دعوې کړي خو ذبيح الله په خپل بيان کې د تحریک طالبان په اړوند هيڅ نه دي ویلي.

پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي، پاکستاني چارواکي وايي په افغانستان کې چې طالبان واکمن شوي په پاکستان کې بدامنۍ زياته شوې ده.

د ساوت ايشين ټېررزم پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه "په کال 2022 کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 361 پېښې شوي چې پکې 959 تنان وژل شوي دي، په دې کې 229 عام وګړې، 374 د امنيتي ځواکونو اهلکار او 356 ترهګر/ تندلاري وژل شوي دي".

د وېب پاڼې ترمخه "د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 180 پېښې په خېبر پښتونخوا کې رپورټ شوې چې 515 تنان پکې وژل شوي دي، په بلوچستان کې 160 پېښو کې 406 تنان وژل شوي، په سند کې په 12 پېښو کې 21 تنه وژل شوي او په پنجاب کې په يواځې اووه پېښو کې 11 تنان وژل شوي دي".

له دې وړاندې تير کال د اکتوبر په مياشت کې په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS ويلي وو، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.

PIPS چې په خپله فېس بک پاڼه تفصیلي رپورټ خپور کړی چې پکې ويل شوي وو، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي او په دې موده کې له دغې وړاندې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG