لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د پاکستان د پوځ دعوې رد کړي او له حقيقته لرې یې ګڼلې دي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ دعوې غېر زمه وارانه او له حقيقته لرې ګڼلې دي. د پاکستان د پوځ وياند پرون په يو خبري کانفرنس ‏کې دعوه کړې وه، د "د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګر د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کوي".‏

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي په اېکس (پخواني ټويټر) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف ‏چودري بيان ته په غبرګون کې ويلي، "د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسؤلیته او له حقیقت څخه لرې دي".‏

هغه زياته کړې، د خېبرپښتونخوا په يوه داسې سيمه کې، چې "د پاکستان د پوځ د کلک امنيت لاندې ده، د چينايانو وژل کېدل د پاکستاني امنيتي ‏ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کوونکو سره همکاري په ډاګه کوي". ‏

د پاکستان د پوځ وياند په خبري کانفرنس کې، په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په بشام کې په چينايي انجينيرانو د حملې په اړه ‏ويلي وو، "په دغه بريد ‏کې پينځه چينايي او يو پاکستانی وژل شوي او د دغه بريد منصوبه بندي هم په افغانستان کې شوې، خودکش بمبار هم افغان وګړی ‏وو، پاکستان د دغو ‏پېښو په کلکه غندنه کوي".‏

طالبان وايي، "د دا ډول پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیول د موضوع له حقیقت څخه د توجه اړولو ناکامه هڅه بولو او په کلکه یې ردوو".‏

احمد شریف چودري ويلي، "پاکستان د طالبانو د حکومت په نړيواله کچه هر ډول مرسته کړې خو طالبانو چې په دوحه کې کومې وعدې کړې په هغې یې ‏تراوسه پورې عمل ‏نه دی کړی، په دغه معاهده کې ښکاره ليکل شوي چې د افغانستان خاوره به د کوم ملک خلاف نه کاريږي خو کلک شواهد موجود دي ‏چې د ټي ټي پي ‏ترهګر د افغانستان خاوره کاروي په دغه لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت احتجاج هم کړی او د پوځ مشر پرې تحفظات هم څرګند ‏کړي دي".‏

خو طالبانو بيا تور لګولی، "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو چي د پاکستان خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ په ضد کارول ‏شوې او پیښي له هغه هیواد څخه تنظیم کیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي".‏

پاکستان د طالبانو دغه تور ته سمدستي ځواب نه دی ويلی.‏

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي، چې د کله نه طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره ‏‏د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.‏ خو په افغانستان کې واکمن طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی ‏نه ور اچوي.‏

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه مخکې به د افغانستان حکومت او امریکې تورونه لګول چې پاکستان په خپله خاوره هغو وسله والو ته پناه ورکړې ‏کوم چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان به تل دغه تورونه ردول.‏

د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په خپله د کال ‏‎2018‎م د جنورۍ په لومړۍ نېټه په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې ویلي وو، " پاکستان د امريکا څخه ‏‎33‎‏ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".‏

خو پاکستان تل ويلي، په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو تندلاروډلو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG