لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور پرونۍ چاودنه په نړیواله کچه غندل شوې


Pakistan Mosque Bombing
Pakistan Mosque Bombing

ملګرو ملتونو، امریکا، سعودي عرب او د افغانستان پخوانیو ولس مشرانو په پېښور کې پرون د ګل/ نهې په ورځ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې شوې چاودنه په کلکه غندلې ده.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په پېښور کې "په نمونځ کوونکو برید ته وحشتناک" ويلي دي. هغه ويلي، "په يو ځای کې هم د ترهګرۍ دفاع نه شي کېدی". نوموړي په پېښه کې د اغېزمنو کورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

په اسلام اباد کې د امريکې سفارتخانې بريد غندلی دی.

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتېرش ويلي، په جومات کې په ځانمرګي بريد کې د وژل شوی او ژوبل شوو د کورنیو سره خواخوږي کوي.

هغه ويلي، "دغه ناوړه بريد په جومات کې په نمونځ کوونکو شوی دی، د مذهب او عقيدې ازادي، په امنيت کې د عبادت کولو نړیواله بشري حق دی".

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت د پېښور په جومات کې شوی برید غندلی دی. او په افغانستان کې واکمنو طالبانو په عبادت کوونکو د برید غندنه کړې او ويلي یې دي داسې کړنې د اسلام د مبارک دين سره په تضاد کې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي هم د پېښور برید په کلکه غندلی دی.

د پېښور په پوليس کې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ [30 جنورۍ] ماسښين په جومات کې دننه چاودنه شوې چې له امله یې تراوسه پورې 83 کسان مړه شوي او د 157 پورې ژوبل شوي دي.

د چاودنې له امله د جومات چت غورځېدلی چې د ملبې لرې کولو کار یې دوام لري.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف چې دغه چاودنه غندلې، نوموړي او د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره د مرکزي وزيرانود پېښور سفر کړی او د ژوبلو پوښتنې له ورغلي دي.

حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن ویلي، "وزيراعظم شهباز شريف ته د پېښور کور کمانډر پېښور کې د ترهګرۍ د عواملو او محرکاتو په اړوند احوال وړاندې کړی دی. او د پوليس مشر د ځانمرګي برید په اړه لومړی رپورټ وړاندې کړی او وزيراعظم ته د خودکش حملې سي سي ټي ويډيو ښکاره کړی شوې ده".

وزيراعظم شهباز شريف ویلي، په نمونځ کولو بريد کول ناوړه عمل دی، په دغه ډول ناوړه بريدونو به ترهګر قومي حوصله ماته نه کړي، او په دغه بريد کې ککړ عناصر به منطقي انجام ته ورسوي.

تحریک طالبان پاکستان په پېښور کې په جومات کې د شوې ځانمرګي بريد څخه د لاتعلقۍ ويلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG