په پاکستان کې حکومت د پټرولیم مصنوعاتو نرخونه 8 روپۍ اؤ 74 پېسې غورځولي اؤ د دې اعلامیه یې هم خپره کړې ده.
د پټرولیم مصنوعاتو نرخونو کې د کمي منظوري وزیراعظم شهباز شریف ورکړې ده اؤ دا نرخونه تر راتلونکو دوؤ اونیو ارزان کړل شوي دي.
د اعلامیې تر مخه د پټرولو د یو لیټر نرخ 5 روپۍ اؤ 45 پېسې غورځول شوی اؤ اوس یو لیټر پټرول په 288 روپو اؤ 49 پیسو خرڅېږي.
همدا شان ډیزل په یو لیټر کې 8 روپۍ اؤ 42 پېسې ارزان کړی شوي اؤ نوی نرخ یې 281 روپو اؤ 96 پېسو ته راښکته شوی.
د خاورو تېلو نرخ په یو لیټر کې 8 روپۍ اؤ 74پېسې ارزان کړل شوی اؤ لایټ ډیزل بیا 5 روپۍ اؤ 63 پېسې ارزان کړی شوي دي.
د خزانې وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د تېرو دوؤ اوونیو په مهال نړیواله منډهۍ کې د پټرولیم مصنوعاتو په نرخونو کې د کمي رجحان لیدل شوی.
تر دې وړاندې په 15م اپریل حکومت د ډيزلو او پټرولو بیعې لوړې کړې وې اؤ د یو ليټر ډيزلو بیعه کې یې 8.14 روپۍ او د پټرولو بیعه کې یې 4.53 روپۍ اضافه کړې وه.
پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تیلو نوي قيمتونه ټاکل کيږي.
Forum