لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور برید کې وژل شوي د شپږو خویندو یوازیني ورور ذیشان اکبر نه ناوې کونډه په سرو لاسونو پاتې شوه


د شپږو خوېندو يوازینۍ ورور ذيشان اکبر د پېښور پوليس لاين ځانمرګي بريد کې ټپي شوی و اؤ نن د زيارت په ورځ سهار يې د پېښور لېډي ريډنګ روغتون کې ساه ورکړې ده۔

ذیشان اکبر د خپلو خويندو، خپلوانو او د ګاونډيانو په وير اؤ ژړا کې خاورو ته سپارل شوی خو دهغه په مړینه دهغه په ټول چم ګاونډ کې د ویر فضاء جوړه ده.

کله چې د ذيشان اکبر جسد کور ته راوړل شو نو په خوېندو او خپلوانو يې ماتم ګډ شو او په کوڅه کې يي چغې سورې جوړې شوې ۔

ذيشان دوه مياشتې وړاندې واده کړی ؤ اؤ خپلوان يې وايي د کونډې په لاسو يې له هم د نکريزو رنګ تازه دی.

د ذيشان اکبر ماما وي او ای ډیوه ته وايي دبدامنۍ له امله د ځوانانو مړو او جنازو ستړي کړي دي.

نوموړی وایي "په کاټلنک کې نن قيامت دی، دا يو ماشوم و، زما د خور په زړه به څه تيږې، مونږ ته تور سرې پاتې شوې، خوېندې راته پاتې شوې، ماشومه ښځه يې راته پاتې شوه"

ذيشان اکبر درې ورځې په کومه یا بې هوشۍ کې پروت و، په چاودنه کې يې سر زخمي شوی و، د تره زوي تاج ملوک يې وايي درې ورځې يې په کورنۍ ډيره سخته تېره شوې ده۔

"دخلکو کورونه تباه کيږي، زنانه مو ژړيږي، مېندې خوېندې مو ژړيږي، په زرګونو ځوانان مو په وينو لت پت شو، په زرګونو جنازې مو اوچتې کړې، نور دا خبرې ناقابل برداشت دي"

ليدل کيږي چې د کلي په حجره کې ګڼ شمېر خلک دعا د پاره راغلي دي، په دې کې د ذيشان د وړوکوالي ملګري هم شامل دي۔

ګوهر شاه د ذيشان اکبر د سکول ملګری او ګاونډي دی، په پوليسو کې هم ورسره يوځاي پاتې شوی، وايي د ده او د نورو پوليسو ملګرو په وژنه غمژن دی۔

"زمونږ تپوس نشته، زه اوس هم بې زړه ډيوټي کومه، مونږ باندې دهماکې کيږي، ما ورته ويلي وو چې ستا د پاره دا نوکري نه ده سمه".

د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د پېښور پوليس لاين جومات په ځانمرګي بريد کې د سلو نه زيات تنان وژل شوي دي، اغيزمن شوې کورنۍ وايي ددې ځوانانو د مرګ ، د دوي د ګونډو او تيمانو بچو غم به يې تر ټول عمر پورې پاتې وي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG