لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت اوو میاشتو کې کاروباري بینکونو نه 377فیصدي زیات پورونه اخستي دي


دپاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال په وړمبیو 7 میاشتو کې مرکزي حکومت د کاروباري بینکونو څخه پنځه چنده یا 377فیصدي زیات پورونه ترلاسه کړي دي.

اقتصادي پوهان وایي مرکزي حکومت د لنډې مودې پالیسۍ خپلې کړې دي او دا قرضې به شخصي کاروبارونه اغیزمن کړي ،د پرمختیا شرحه به کمه شي، روزګارونو ته به زیان رسوي او د خلکو په قوت خرید یا د اخستو توان به نور هم کمزوری کړي.

ورځپاڼې ډان په خپل رپوړټ کې ویلي، مرکزي حکومت د روان مالي کال په اووه میاشتو کې د کاروباري بینکونو څخه 1398 اربه روپۍ قرضه ترلاسه کړې ده چې د تیر مالي کال 2022 هم په دې موده کې 377 فیصدي یا پنځه چنده زیاته ده اؤ حکومت دا قرضې په 18فیصدي سود اخستې دي چې د شخصي څانګې په مقابل کې زیاتې محفوظ دي.

داقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي حکومت دغه پورونه د حکومتي خرڅونو دپاره اخستي نه چې په ملک کې پانګونې پرې وکړي.

هغه وایي کله چې حکومت په خپله د کاروباري بینکونو نه قرضې اخلي نو بیا شخصي څانګې ته پیسې نه پاتې کیږي .

"دې عمل سره سرمایه کاري راکمه شي، کاروبارونه ودریږي او روزګار کم شي او په امدن منفي اغیزیې وشي چې له وجې یې په مارکیټ کې کاروباري هلې ځلې په قلاره شي او د خلکو معاشي مشکلات زیات شي"

د پاکستان مرکزي بینک وایي روان مالي کال کې کاروباري بینکونو شخصي څانګې ته نزدې 50فیصدي کمې قرضې ورکړي او په اووه میاشتو کې 416 اربه روپۍ پورونه ورکړی شوي دي.

د بینک په وینا تیر کال هم په دې موده کې 520 اربه روپۍ قرضه ورکړی شوې وه روانه میاشت د پاکستان لوړ ایوان سینیټ ته ویل شوي وو چې په ټول هېواد پاکستان کې د کاروباری بینکونو له خوا زیاتې قرضې غټو صوبو سیند او پنجاب کز 98 فیصدي ورکړی کیږي او بیا وړو صوبو خیبر پختونخوا او بلوچستان کې د 1 نه 2 فیصدو پورې کاروباریانو ته قرضې ورکړی کیږي.

اقتصادي پوهان وایي د تیر حکومت په څیر دموجوده ایتلافي ګوندونو ګډ حکومت هم په عارضي ډول د حکومتي چارو د دوامداره ساتلو هڅې کوي اؤ دا راتلونکي وخت کې د هیواد دپاره مشکلات پیدا کولی شي.

د اقتصاد ماهر محمد فهیم وي او ای ډیوه ته وایي دا وخت مرکزي حکومت د بهرنیو هیوادونو او ملکي کاروباري بینکونو څخه قرضې اخلي او داسې ښکاري چې حکومت سره د اوږدې مودې دپاره هیڅ پلان نشته چې راتلونکي وخت کې به پاکستان چرته ولاړ وي.

هغه وایي د موجوده حکومت ترجیحات هم د تیر حکومت په څیر دي چی سیاسی ګټی ترلاسه کړي.

د مرکزي بینک د رپوړټ تر مخه حکومت پلان لري چې راتلونکو دوه نیمو میاشتو کې د5.7 اربو روپو نورې قرضې ترلاسه کړي او حکومتي اخراجات پوره کړي.

دا وخت د پاکستان ملکي مجموعي قرضه نزدې 336 کهربو روپو ته زیاته شوې او په ملکي کچه د ګرانۍ شرحه 27.5فیصدي ده او مجموعي د پاکستان قرضې د 50زرو اربو روپو نه زیاتې دي.

پاکستان هڅې کوي چې د نړیوالې مالیاتي ادارې د پور پروګرام بحال کړي خو ایي ایم ایف غواړي چی په ملکي کچه پاکستان د قرضو د مصرف کولو دپاره مربوط د احتساب نظام جوړ کړي او د شفاف نظام لاندې اقتصادی اصلاحات وکړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG