لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن: د اسرایل او د سعودي عرب د تعلقاتو وروسته د ریاض او واشنګټن د امنیت معاهده سر ته رسېدلی شي


بلېنکن زیاته کړه چې امریکې او سعودي عرب اسرایل سره د تعلقاتو په لړ کې تېره میاشت ډیر کار کړی دی
بلېنکن زیاته کړه چې امریکې او سعودي عرب اسرایل سره د تعلقاتو په لړ کې تېره میاشت ډیر کار کړی دی

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ګل، دوشنبې، په ورځ په ریاض کې د ورلډ اکنامک فورم غونډې ته وویل امریکا او سعودي عرب د امنیت معاهدې ته نږدې شوي او سعودي عرب ته به اسرایل سره د سفارتي تعلقات قایمولو په صورت کې وړاندې کولی شي.

بلېنکن وویل د امریکې او سعودي عرب په تړون کار مکمل کېدو ته په ممکنه توګه نږدې دی.

بلېنکن زیاته کړه چې امریکې او سعودي عرب اسرایل سره د تعلقاتو په لړ کې تېره میاشت ډیر کار کړی دی.

بلېنکن وویل هغه د تېر کال د اکتوبر په لسمه نېټه سعودي عرب ته راتلونکی و چې د اسرایل او فلسطینیانو د تعلقات په سمولو په خصوصي توګه توجه وکړي خو سعودي دوره يې په اووم اکتوبر په اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې حماس د حملې په سبب وځنډېدله.

بلېنکن وویل د تعلقاتو سمولو دپاره پکار ده چې دوه کارونه وشي: په غزه کې امن قایم شي او د فلسطیني ریاست د قیام دپاره د اعتماد وړ لاره برابر کړی شي.

امریکايي چارواکي وايي په سیمه کې د مستقل امن او امان او په منځني ختیځ کې د اسرایل د شمولیت دپاره ضروري ده چې د فلسطیني ریاست د قایمېدو لاره برابر کړی شي او اسرایل د تحفظ ضمانت ورکړی شي.

ټاکل شوې وه چې بلېنکن به د ګل، دوشنبې، په ورځ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او بیا به اردن او اسرایل ته ځي. هغه به اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د نورو اعلا چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

د امریکې صدر جوبایډن حکومت د سعودي عرب او اسرایل ترمنځ د تعلقاتو په ممکنه معاهده کار کوي د دې باوجود چې ځینې چارواکي او څېړونکي د دې ډېر امکان نه ویني.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اسرایل او د فلسطینیانو د شخړې هواري دپاره د دوو ریاستونو د جوړېدو او په غزه د فلسطیني ادارې د واک اختیار مخالفت کوي. نړیواله ټولنه د دواړو غوښتنو حمایت کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په ریاض کې د خلیجي ملکونو د همکارۍ تنئظیم ګلف کواپرېشن کاونسل سره ملاقات کې بلېنکن په غزه کې د انساني امداد په موضع هم خبرې وکړې او ويې وېل سیمې ته د امداد رسوولو بهترینه لار دا ده چې جنګ بند کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG