لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان او ټانک کې په پوليسو ترهګر بريدونه شوي


د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي د شپې په مهال د صوبې په جنوبي ضلعو ټانک او ډېره اسماعيل خان کې د پوليسو په چيک پوسته او چوکۍ ترهګر بريدونه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا پوليسو ويلي، وروستی بريد سهار په درې بجې د درابڼ تاڼې په چوکۍ شوی دی.

ويل شوي پولیسو د ترهګرو د بريد په ځواب کې ډزې او خپله دفاع کړې او نزدې د پوځ څخه یې مرسته هم غوښتې ده.

په پېښه کې د مرګ ژوبلو اوښتو څه نه دي ويل شوي.

له دې وړاندې د ډېره اسماعيل خان سره په پوله پرتې ټانک ضلع کې هم د پولیسو په پوسته د ترهګر برید ویل شوي وو.

پوليسو ويلي، د ټانک د جنډولې تاڼې په پيرتنګي پولیس پوسته ترهګرو بريد کړی خو پوليسو یې مقابله کړې او تر لسو دقيقو ډزې روانې وې.

ويل شوي په بريد کې کوم ځاني او مالي تاوان نه دی شوی او بريد په شا تمبول شوی دی.

د خېبرپښتونخوا پوليس په ټويټر ويل شوي چې د صوبې د پوليسو مشر معظم جاه انصاري د دواړو پېښو په اړوند د پوليس ضلعي مشرانو سره خبرې کړي او په سيمه کې د ترهګرو ضد پلټنيزو عملياتو لارښوونه یې ورته کړې ده.

د يادو بريدونو زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې. خو له دې وړاندې په دغو سيمو کې د زیاترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی بريد شوی 101 کسان پکې وژل شوي او د 200 زيات پکې ژوبل شوي وو په وژل شوو کې زياتره پوليس وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو، د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په درېمه فرورۍ د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ پېښور کې د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او پرېکړه شوې چې د پاکستانيانو وينه تويوونکي ترهګر به د عبرت نخښه وګرځول شي.

ويل شوي وود اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سېول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت يقيني کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي.

وزيراعظم سبا د نهې/سه شنبې په ورځ په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG