لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آی اېم اېف د غوښتنې په اساس د پاکستان حکومت د ګیس نرخونه سېوا کړل


د پاکستان حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې آی اېم اېف د شرطونو پوره کولو په دوام د ګیس نرخونو کې هم د اضافې اعلان کړی چې له مخې یې د ګیس نرخونه د 16.6 نه نیولي تر124 فیصدي لوړ شوي دي.

حکومت روښانه کړې ده چې کوم صارفین کورونو کې د میاشتې تر50 کیوبک میټره ګیس کاروي هغوی باندې به دا نوې اضافه نه لګول کیږي.

د ګل/دوشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ویلي د نوې اضافې له مخې کومې کورنۍ چې د میاشتې تر100 کیوبک میټره ګیس کاروي هغوي باندې ددې نرخ کې 16.6فیصده اضافه پځای کړل شوې اؤ هغوی به اوس د100 کیوبک میټره ګیس نرخ د300 روپو په ځای 350 روپۍ ایم ایم بي ټي یو ورکوي.

همدا شان د200 کیوبک میټره ګیس استعمالوونکو کورنیو صارفینو لپاره د ګیس نرخ کې 32 فیصد اضافه شوې او اوس د دغه مقدار ګیس کاروونکو لپاره د دې نرخ د 553 نه 730 روپۍ ایم ایم بي ټي یو ته لوړ کړل شوی دی.

د ګیس نرخونو کې دا اضافه به دکورنیو او کاروباري صارفینو لپاره یو شان په ځای وي .

د ګیس نرخونو کې د دې اضافې منظوري د خالي/شنبې په ورځ د خزانې د مرکزي وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د اقتصادي رابطه کمیټۍ په ترسره شوې غونډه کې ورکړل شوې وه.

په دې غونډه کې دا فیصله هم شوې وه چې حکومت د بجلۍ د پروژو لپاره کوم پورونه اخستي دي، د هغې د سود پیسې به ولس نه بودولی شي.

غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د مالیاتي سرچارج یا مالیې د لارې به د بجلۍ صارفینو نه 76 اربه روپۍ راټولولی شي.

اعلامیه زیاتوي چې د بجلۍ په بلونو به فنانس یا مالیاتي سرچارج سږکال د مارچ نه تر جون میاشتې پورې په ځای وي او دا پیسې به د بجلۍ د ویش د ټولو کارخانو له صارفینو اخستل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې وړاندې نه سرمایه کاران او کارخانه دار فریاد کوي چې د توانایۍ د لوړو بیعو له امله یې پیداواري توان اغېزمن شوی او د خپلو کارخانو په تړلو مجبوره شوي دي.

پاکستان چې دا وخت د سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی غواړي چې آی اېم اېف سره کال 2019 کې د 6.5 بیلینه ډالرو د پور د ټاکل شوي پروګرام پاتې 1.1 بېلین ډالر هم د دغه نړیوالې مالیاتي ادارې نه ترلاسه کړي خو آی اېم اېف د دې پیسو ورکولو لپاره پاکستان ته سخت شرطونه ایښي دي.

آی اېم اېف پاکستان نه غواړي چې د ټېکسونو لمنه دې پراخه کړي، یعنې د ټېکس ادا کوونکو شمېره دې زیاته کړي، د برامداتو مد ته دې په ټېکس کې رعایتونه نه ورکوي او د تېلو، بجلۍ او ګېس بېعې دې زیاتې کړي.

په اقتصادي توګه د دیوالیه کېدو نه بچ کېدو دپاره اقتصادي ماهرین آی اېم اېف سره د پاکستان معاهده اهمه ګڼي، چې په نتیجه کې به یې پاکستان د غیر ملکي پورونو د بېرته ادا کولو جوګه شي او د ورلډ بېنک، سعودي عرب او چین په شان نور ملکونه به هم ورته قرض ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG