لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د پټرولو بیې را وغورځولې


دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار د نهې- سه شنبې په ماسخوتن د پټرولو د یو لیټر بیه کې د پینځوؤ اؤ خاورو دتیلو بیه کې د 15 روپو د کمي اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي چې د ډیزلو نرخ به په خپل ځائ وي.

په ټولنیزه رسنۍ ټویټر دښاغلي ډار لخوا د شوي اعلان له مخې دلایټ ډیزلو بیه هم په یو لیټر کې 12 روپۍ راغورځول شوې ده.

دخزانې وزیر سپیناوی کړی دی چې دتېلو بیو کې به دا کمی د راتلونکو دوؤ اوونیو یا پینځلسو ورځو لپاره وي.

دتېلو نرخونو کې له دې کمي وروسته پاکستان کې دا مهال دیو لیټر پټرولو بیه267 روپو،دلایټ ډیزلو بیه 184 روپو اؤ68 پیسو اؤ دخاورو دتېلو بیه 187 روپو اؤ73 پیسو ته راغورځېدلې اؤ د ډيزل بیه هم280 پخپل ځاي ولاړه ده.

تر دې وړاندې دتېرې فرورۍ میاشتې په 16مه نېټه دپاکستان حکومت دیو لیټر پټرولو نرخ کې 22 روپو اؤ20 پیسو اؤ د ډیزلو نرخ کې 17 روپو اؤ 20 پیسو داضافې اعلان کړی ؤ.

حکومت د تېلو نرخ کې دغه اضافه د روپۍ د غورځېدلي ارزښت په اساس کړې وه.

همدا شان دتېرې فرورۍ په وړومبۍ نیټه هم حکومت دپټرولو اؤ ډيز نرخونه په یو لیټر کې 35 روپۍ خېژولي وؤ اؤ خاورو تېلو اؤ لایټ ډیزلو په یو لیټر کې یې 18 روپۍ اضافه کړې وه.

په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د روسیې نه په ارزان نرخ دپټرولو اخستو هڅې کوي.

د تیر نومبر په میاشت کې د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي وو هېواد یې په داسې حال کې له روس څخه په رعایتي نرخونو د تېلو په اخستو غور کوي، چې ګاونډي هیواد هند له ماسکو څخه تېل اخلي او اسلام اباد هم حق لري چې په دې برخه کې هڅې وکړي.

څيړونکي وايي پاکستان که د روس نه په ډالرو تېل اخلي د مشکل سره مخ کېدی شي خو که دغه معاهده په روبل کې وي بيا د پاکستان په ګټه دی.

تېلو دڅانګې لپاره دپاکستان دمملکت وزیر مصدق ملک پروسږکال د دسمبر میاشت کې دماسکو په سفر هم تللی ؤ اؤ د روسي چارواکو سره یې د تېلو او ګازو د ترلاسه کولو په ګډون پر نورو مسایلو خبرې کړې وې.

مصدق ملک وویل وروسته مطبوعاتو ته ویلي وؤ "روس پریکړه کړې چې موږ ته به خام تیل په نړۍ کې د ورکړل شوي رعایت سره مساوي یا تر دې هم په لوړ رعایت راکوي"

هغه زیاته کړې وه د خامو تېلو تر څنګ به روسیه پاکستان ته په ټیټه بیه پټرول او ډیزل هم ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG