لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیند: له جنسي تېري وروسته د ګونګۍ اؤ کڼې پېغلې وژنه کې ککړ مجرم ته د تېزندۍ سزا اورول شوې


دشیرین بروهي په نوم په 22 کلنه پیغله دکال 2019م د دسمبر په میاشت کې کوټري کې دکور دننه دسیمې یو تن جنسي تېری کړی ؤ اؤ بیا یې دهغې مرۍ ته لوپټه اچولې وه
دشیرین بروهي په نوم په 22 کلنه پیغله دکال 2019م د دسمبر په میاشت کې کوټري کې دکور دننه دسیمې یو تن جنسي تېری کړی ؤ اؤ بیا یې دهغې مرۍ ته لوپټه اچولې وه

د پاکستان د سیند ایالت په کوټري سیمه کې په یوه ګونګۍ اؤ کڼه پېغله دجنسي تېري او بیا دهغې په وژنه کې ککړ مجرم ته عدالت دوه ځله دتېزندۍ اؤ د15 کالو دبند سزا اورولې ده.

دشیرین بروهي په نوم په 22 کلنه دې ګونګۍ اؤ کڼه پیغله دکال 2019م د دسمبر په میاشت کې دکوټري په ساون خاصخیلي سیمه کې دکور دننه دسیمې یو تن جنسي تېری کړی ؤ اؤ بیا یې دهغې مرۍ ته لوپټه اچولې وه اؤ تېزندي کړې یې وه.

پولیس په 16م دسمبر کال 2019 کې ددغې پیغلې د وژنې په تور دعبدالرحمان نومې تن په ضد مقدمه درج کړې وه اؤ هغه یې نیولی ؤ.

وروسته نیول شوي تن دپولیسو اؤ عدالت په وړاندې خپل جرم منلی ؤ اؤ دهغه پرضد دترهګرۍ دمخنیوي عدالت کې مقدمه روانه وه.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې تېره ورځ دحیدر اباد په مرکزي جیل کې دترهګرۍ دمخنیوي عدالت دشیرین بروهي د وژنې مقدمه کې دجرم په ثابتېدو عبدالرحمان نومې مجرم ته دوه ځله دتېزندۍ اؤ د15 کالو دبند سزا اورولې ده.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه دښځو په ضد دتشدد،جنسي تېري اؤ ځورونو پېښې زیاتې شوې دي اؤ تېر کال داکتوبر میاشت کې دپاکستان دبشري حقونو وزارت پخپلو شمیرو کې ویلي وؤ چې د تېرو دريوؤ کلونو پرمهال ټول ملک کې په ښځو د تشدد د 63 زرو څخه زياتې مقدمې درج کړی شوې دي.

دبشري حقونو وزارت په دغو شمیرو کې څرګنده کړې وه چې په دې دریوؤ کالو کې په ګرد هیواد کې 3987 ښځې وژل شوي او په دې مهال نزدې 10500 ښځو باندې جنسي تیری شوی دی.

دبشري حقونو د وزارت په شمېرو کې ويل شوي وؤ چې يوازې په کال 2019 کې په ښځو د تشدد 25389 مقدمې ثبت شوي دي او هم دا ډول کال 2020 کې د ښځو په ضد د جنسي تېريو او بدکارۍ په ګډون 23789 پېښې مخې ته راغلي او کال 2021 کې په ښځو د تشدد په لړ کې 14189 مقدمې هم درج شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG