لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پټرول پينځه روپۍ او ډيزل 13 روپۍ ګران کړی شوي


پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو بيې بيا سېوا کړی شوي، يو ليټر پټرول پينځه روپۍ او ډيزل 13 روپۍ ګران کړی شوي دي چې ورسره يو ليټر پټرول 272 روپو او ډيزل 293 روپو ته رسېدلي دي.

د پاکستان د خزانې وزارت د 15م او 16م مارچ په مينځنۍ شپه کې د تېلو د ګرانولو اعلاميه جاري کړې ده.

د خزانې د وزارت ترمخه د خاور تېل دوه روپۍ 56پېسې ګران کړی شوي چې ورسره د يو ليټر تېلو بیه 190روپو او 29 پېسو ته رسېدلې ده. د لايټ ډيزلو بيه په خپل ځای 184 روپۍ او 68 پېسې ساتل شوې ده.

ویل شوي نوې بيې به نن د زيارت د ورځې 16م مارچ نه عملي وي.

د تيلو د قيمتونو په سېوا کولو په حکومت نيوکې شوي او بيو سېوا کولو ته د پټرولو بم ویل شوي چې په عامو خلکو غورځول شوی دی.

جرنلسټې عاصمه شېرازي په ټويټر ویلي،

"نن په نړيوال مارکيټ کې د پټرولو بیې کمې شوي دي خو په ملک کې پينځه روپۍ پټرول او ډيزل 13 روپۍ ګران کړی شوي دي. د ګرانۍ طوفان به راشي، د حکومت سره د پټرولو د بيو سېوا کولو څه جواز دی؟".

مخالفه ګوند تحریک انصاف هم د تېلو په بيو سېوا کولو په حکومت سختې نيوکې کړي دي.

د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار په لومړي مارچ د پټرولو په يو ليټر کې د پينځه روپو او د خاورو تېلو کې د 15 روپو ارزانولو اعلان کړی او د ډيزلو بيه یې په خپل ځای ساتلې وه.

او لايټ ډيزل یې يو ليټر 12 روپۍ ارزان کړي وو.

هغه وخت څيړونکو ويلي وو د تېلو ارزانول عارضي دي دا به بيرته ګرانيږي او د تېلو ګرانېدو سره به عامه ګراني هم سېوا کيږي.

پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، وزيراعظم شهباز شريف د شورو په ورځ ويلي، ايتلافي حکومت ملک د اقتصادي بحران څخه ويستلو او پرمختيا او خوشالۍ په لاره روانولو ټولې ممکنه هڅې کوي.

هغه ويلي، د حکومتي پاليسيانو له کبله د ملک ديواليه کېدو خطره ختمه شوې او د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره زر د پور د پروګرام تړون وشي.

خو څيړونکي وايي څو پورې چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور پروګرام نه وي بحال شوی تر هغې به د ملک ديواليه کېدو خطره موجوده وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG