د پاکستان سپرليګ په روانو سيالیو کې ملتان سلطان لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې ته ماتې ورکړې او فاينل ته رسېدلې ده، لاهور قلندر د کال 2022 د پي اېس اېل اتلولي ګټلې وه.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شوې سيالۍ کې د ملتان سلطان لوبډلې پچه/ ټاس ګټلی او لومړی بېټنګ یې کړی وو.
د ملتان سلطان لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو 160 رنزونه جوړ کړي وو.
بيا په ځواب کې د لاهور قلندر ټوله لوبډله په 15م اوور کې په 76 رنزونو اوټ شوې ده.
خو ياده لوبډله فاينل ته د رسېدو د زغل نه اوس هم نه ده بهر شوې.
نن د پېښور زلمي او اسلام اباد يونايټډ لوبډلو ترمنځ د پي اېس اېل لومړۍ ايليمينېټر سيالي ټاکل شوې او چې څوک ننۍ سيالي وګټي سبا به بيا د لاهور قلندر لوبډلې سره مخامخ کيږي.
سبا د جمعې په ورځ دویمه ايليمينېټر سيالي ټاکل شوې او چې کومه لوبډله بیا دغه سيالي وګټي په 19م مارچ به د ملتان سلطان لوبډلې سره په فاينل يا پای لوبه کې مخامخ کيږي.
د ملتان سلطان لوبډله په درېم ځل فاينل ته رسېدلې ده. د کال 2022 فاينل یې هم د لاهور قلندر لوبډلې سره کړی خو دغه سيالي د لاهور لوبډلې په 42 رنزونو ګټلې وه.
تراوسه پورې چې د پاکستان سپر ليګ اووه پړاوونه ترسره شوي، اسلام اباد يونایټډ لوبډلې دوه ځله اتلولي ګټلې ده. پاتې نورو لوبډلو کې د پېښور زلمي، کوټه ګلېډي اېټرز، کراچي کنګز، ملتان سلطان او لاهور قلندر يو يو ځل پايلوبې ګټلي دي.