لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان-پاکستان کرکټ سېریز نه پس د کرکټرانو غبرګونونه


واشنګټن - د افغانستان او پاکستان د کرکټ ټیمونو ترمنځ چې د متحده عربي اماراتو په شارجه سټډیم کې د لوبو کوم سېریز پیل شوی و، د ګل/دوشنبې په ورځ ختم شو چې آخري لوبه په کې د پاکستان لوبډلې وګټله مګر د سېریز ګټونکی افغانستان و.

لومړۍ شل آوره یا ټي-ټونټي لوبه د جمعې په ورځ (د مارچ په ۲۴مه) وشوه چې په هغې کې افغانستان په لومړي ځل د پاکستان ټیم ته په شپږ وېکټو سره ماتې ورکړه. دویمه لوبه د اتوار/یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۶مه) وه چې هغې کې هم افغانستان په اووه وېکټو پاکستان ته ماتې ورکړه او د سېریز ګټونکی وپېژندل شو.

د سیریز په درېیمه لوبه کې چې د ګل/دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۷مه) په شارجه سټډیم کې وشوه، پاکستان دا مېچ په شپږ شپېته رنزو وګټلو.

په دې لوبه کې ټاس افغانستان وګټلو او پاکستان ته یې د اول بېټنګ موقع ورکړه. د پاکستان ټیم وکړی شول چې په شلو آورونو کې، د اوه وېکټو په سوځېدو، یو سل او دوه اتیا (۱۸۲) منډې جوړې کړي او افغانستان ته د ۱۸۳ هدف وټاکي.

مګر په دویم مېدان کې چې د افغانستان د بېټنګ واری شو، نو د نولسم آوره پورې یې ټولې وېکټې وسوځېدې او اېله یې یو سل او شپاړس (۱۱۶) رنزونه وکړل، چې دې سره دا آخرېنۍ لوبه په شپږ شپېته منډو پاکستان وګټله.

د دې لوبې نه پس، د افغانستان ټیم پلویانو د سېریز ګټل او د پاکستان ټیم پلویان د درېیمې لوبې ګټل ولمانځل.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر، میرویس اشرف پخپل ټوېټر د پاکستان د ټیم نه مننه وکړه چې د افغانستان لوبډلې سره یې په دې "ناقابل یقین سیریز" کې لوبه وکړه.

میرویس اشرف همدا شان لیکلي چې: "دا لوبې د کامیابیو ډکې وې او د دواړو ټیمونو لوی کردار یې نندارې ته وړاندې کړ. افغان اتلانو ته دې شاباش وي چې په ټول سېریز کې یې د ځانه عظیمه جذبه، عزم او همت ښکاره کړ."

بل اړخ ته د افغانستان د ټیم کپټن محمد نبي هم پخپل ټویټر باندې، د پاکستان سره د افغانستان د ټیم سېریز لوبې، د افغان لوبډلې دپاره "یوه اعلی تجربه" بللې ده.

محمد نبي پخپل ټویټ کې زیاته کړې چې: "د ټاپ ټیمونو په مقابله کې لوبېدل همېشه زموږ آرزو پاته شوې ده، ځکه مونږ پخپلو صلاحیتونو یقیني یو او د یو سېنیئر لوبغاړي په حیث، زه ډاډه یم چې مونږ کولی شو د کرکټ نړۍ او مینه والو ته لا زیات خوند او تعجب ډالۍ کړو. زمونږ د کرکټ آینده امیدبخښونکې ښکاري."

د سېریز په آخري یا درېیمه لوبه کې، مېن آف دې مېچ د پاکستان ټیم نګران کپټن شاداب خان وټاکل شو. هغه په دې لوبه کې یو بل ریکارډ هم کلک کړ چې هغه د یو پاکستاني کرکټ لوبغاړي په حیث، په ټي ټونټي انټرنېشنل لوبو کې د سلو وېکټو اخېستل و.

شاداب خان پخپل ټوېټر کې ولیکل: "الحمدلله، دا یو فخر دی چې د نارینه و کرکټ کې اولنی پاکستانی یم چې د ټي ټونټي انټرېشنل لوبو کې مې سل وېکېټې پوره کړې. مونږ دا سېریز نشو ګټلی، مګر دا ځوانان به د آینده سټارز وي او انشاالله، پاکستان ته به فخر راوړي."

شاداب خان د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی غوښتل په غټ سکور/نتیجې سره دا درېیمه لوبه ختمه کړي، او په هغه کې دوی کامیابه شول. شاداب خان زیاته کړه: "مونږ ته په کار وه چې د پاکستان د عزت دپاره لوبه وکړو، او مونږ همداسې وکړل. د دې سېریز اصلي مقصد دا و چې ځوانانو ته یو چانس ورکړی شي. امید دی چې دوی به د دغو لوبو نه ډاډ حاصل کړي او دا به په اوږدمهال کې دوی سره مرسته وکړي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG