لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چیف جسټس اؤ قاضي فایز عیسا لیدنې، ایا پاکستان کې به عدالتي کړکېچ ختم شي؟


قاضي فائز
قاضي فائز

پېښور ـــ د پاکستان په عدلیه کې دسختو اختلافاتو په اړوند مخې ته د راغلو رپورټونو نه وروسته پاکستاني مطبوعات وایي چې د نهې په ورځ دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال ځان پسې په دویم نمبر ولاړ دسپریم کورټ جج قاضي فایز عیسا سره لیدنه کړې اؤ دسپریم کورټ په چارو ورسره غږیدلی دی.

رسنۍ وایي دا په دریوؤ ورځو کې دمشر قاضي عمر عطاء بندیال اؤ قاضي فایز عیسا ترمنځ دوهمه لیدنه ده ده چې ترسره شوې ده.

هرڅو که ددغې لیدنې جذیات دپاکستان سپریم کورټ مخې ته نه دي راوړي خو پاکستاني رسنۍ وایي چې دواړو ججانو دسپریم کورټ په مهمو چارو خپلو کې خبرې کړي اؤ دسپریم کورټ په پرېکړو دلاسلیک دنیټې لیکلو په اړوند یې هم خیالات تبادله کړي دي.

سرچینې وایي لیدنه کې د جسټس قاضي فایز عیسا له لوري اوړمه ورځ دپارلیمان په غونډه کې دګډون په موضوع هم خبرې اترې شوې دي په کومه چې په ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه اؤ په قاضي عیسا کلکې نیوکې شوې دي.

سرچینې وایي هم ددې لیدنې نه وروسته قاضي فایز عیسا دپارلیمان په غونډه کې دګډون په اړه خپل سپیناوی خپور کړی دی .

دقاضي فایز عیسا دسپیناوي بیان کې ویل شوي دایین جوړیدو په پنځوس کلونو پوره کیدو دپارلیمان دې راجوړه شوې غونډه کې دسپریم کورټ ټولو ججانو ته دګډون بلنه ورکړل شوې ده اؤ وایي هغه ته باور ورکړل شوی ؤ چې غونډه کې به سیاسي تقریرونه نه کیږي.

قاضي فایز عیسا ویلي هغه په یاده غونډه کې تقریر کولو نه انکار کړی ؤ خو وایي کله چې سیاسي تقریرونه وشول نو هغه بیا دسپیناوي لپاره پورته شو اؤ وي ویل چې دایین سره ولاړ دی.

دپاکستان مرکزي حکومت د چیف جسټس اؤ قاضي فایز عیسا ترمنځ دلیدنو اؤ خبرو اترو راپورونه یوه غوره اشاره بللې ده اؤ دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي چې که راتلونکی کې دخبرو دلارې کومه لاره راوځي نو دا به دموجوده ژور بحران په هواري کې لاس امداد وکړي.

دجیو ټي وي په یو پروګرام کې دخبرو په مهال رانا ثناء الله ویلي دعمران په انا اؤ دتکبر نه په ډکه لهجه به هیڅ جوړ جاړی نه کیږي اؤ نه به هم انتخابات دعمران خان د لارښوونې په اساس کیږي.

په دې وروستیو کې دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې دانتخاباتو دقضیې اوریدنې لپاره دچیف جسټس په مشرۍ دجوړ شوي درې کسیز عدالتي بینچ په فیصله نه یوازې حکومت سخت ټکونه کړي بلکې ددې قضیې د اوریدنې پسر دججانو ترمنځ هم اختلافات پیدا شوي دي.

سپریم کورټ په 14م مئ پنجاب کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو حکومت دسپریم کورټ ددغه فیصلې منلو نه انکار کړی دی اؤ وایي د مقدمې اوریدنې لپاره دې فل کورټ جوړ کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG