لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو یو پخوانی چارواکی وایي په یورپ او امریکا کې د حکومت مخالفین دې یې "په چاکوګانو ووژل" شي


Saeed Khosti and Elaha
Saeed Khosti and Elaha

واشنګټن ــــ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند قاري سعید خوستي له افغانستانه د باندې په خپلو خواخوږیو او پلویانو غږ کړی دی چې هغه افغانان "په چاکوګانو ووژني" چې د ده په وینا د طالبانو خلاف "تبلیغات" کوي.

قاري خوستي دا خبره پر خپل ټویټر لیکلې ده خو وروسته یې بیا دا ټویټ لرې کړی دی. طالبانو په رسمي ډول د خپل دغه پخواني ویاند د ټویټونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

سعید خوستي په مشخص ډول د کوم کس نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې دوی "په اروپا او امریکا کې غازیان" لري چې دا کار کولای شي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: "تښتیدلي ټامیان یو دوه په چاکوګانو ووژنئ، که بیا چا د هېواد خلاف تبلیغات وکړل لاړې را توف کړئ". خوستي له افغاستانه وتلي افغانان "بې غیرته، دووس او ډارن حیوانات" بللي دي.

هغه لیکلي دي‌، "سلګونه داوطلب [رضاکار] غازیان موږ په اروپا، امریکا کې لرو، صرف انسجام، رهبري غواړي"، چې په خبره یې "خپل دښمنان" په نخښه کړي.

د قاري سعیدي خوستي دا ټویټ اوس د هغه په ټویټر کې نشته. ده په یو بل ټویټ کې بیا هم په خپل دریځ ټېنګار کړی دی او ویلي دي چې "زه بیا هم په خپله خبره ولاړ یم، د تښتېدلو ټامیانو همدا یواځينی علاج" دی.

د ټامیانو اصطلاح تر ډېره هغو افغانانو ته کارول کېږي‌، چې په لویدیځ کې یې تعلیم او ژوند کړی او په افغانستان کې د جمهوریت په مهال په حکومت کې دندې ترسره کړې دي. قاري خوستي په خپل دویم ټویټ کې دا خبره هم کړې ده چې دا "یې شخصي نظر دی او د هیچا نمایندګي" نه کوي.

د هغه خبره په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو نورو فعالانو هم بدرکه کړې ده. د ستر جنرال مبین خان په نوم د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال په خپل ټویټر کې د یو چاقو تصویر خپور کړی او لیکلي‌ یې دي:

"موږ وپوهېدو چې باغیان او تښتیدلي‌ ټامیان له ایم فور او کلاشینکوف پرته له دې وروسته باید په چاقوګانو ووژل شي".

د ده دا ټویټ هم وروسته لرې شوی دی. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې یو لک افغانان له هېواده و ایستل شول‌ چې اکثریت یې د مخکني حکومت چارواکي، کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او د بهرنیو ځواکونو همکاران وو. دوی وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د قاري خوستي، جنرال مبین او د هغوی د نورو پلویانو دا وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي ‌دي.

محبوب شاه محبوب، چې د طالبانو تر راتګ مخکې د کابل پوهنتون استاد وو، په خپل ټویټر کې لیکلي دي:

"که د دوی [طالبانو] وس ورسي خپلو سیاسي مخالفینو ته به بوشکه يي ماینونه کېږدي، څوک چې پر وطن زړه نه خوږوي پر وطنوال خو له سره رحم نه کوي". هغه په یو بل ټویټ کې لیکلي دي:

"زه د طالبانو دغې خبرې چې که څوک یې سیاسي مخالفت کوي باید ووژل شي حیران کړی نه یم. تېر لنډ تاریخ چې زموږ د سترګو پر وړاندې تېر شوی دوی څه وکړل؟ د مور په مخکې یې محصل زوی دوی وواژه، حامله مېرمن یې سنګسار کړه، د کابل په زړه کې یې سلګونه موټر بم بریدونه او ځانمرګي وکړل. "

په بهر کې یو شمېر مېشت افغانان د طالبانو په تګلارو باندې کلکې نیوکې کوي او د هغوی حکومت همه شمول او "مستقل" نه بولي. طالبانو په افغانستان کې د ننه خپل یو شمېر سیاسي مخالفان نیولي، بندیان کړي او د راپورونو په اساس وهلي او ټکولي هم دي.

په نیول شویو کسانو کې د پوهنتون استادان، د بشري حقونو فعالان او د رسنیو کاروونکي شامل دي. د بشري حقونو ادارې وايي چې طالبان د بیان او رسنیو ازادۍ ته درناوی نه لري، خو طالبان دا دعوه ردوي.

یو شمېر نورو افغانانو بیا د قاري سعید او جنرال مبین د ټویټونو سکرین شاټونه خپاره کړي ‌او د ټویټر اداره او د دغې رسنۍ مالک ایلن مسک یې هم پکې ټېګ کړي او له هغو یې غوښتي دي چې د دا ډول اشخاصو اکاونټونه بند کړي.

په ټویټر کې د مرګ ګواښونه او د ترهګري خپرول د دغې شبکې د اصولو خلاف بلل کېږي او په تېر وخت کې د دا ډول سرغړونو له کبله یې یو لړ اکاونټونه هم بند کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول، که څه هم دوی ادعا کوي چې "عمومي بخښنه" یې کړې ده، خو د بشري‌ حقونو سازمانونه وايي چې طالبانو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې خپل سلګونه مخالفان وژلي،‌ ژوبل کړي، نیولي او یا بې درکه کړي دي.

تېرکال د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په یوه غونډه کې دا خبره ومنله چې د دوی جنګیالیو ځينې کسان د "محکمې [عدالت] له حکم پرته" وژلي، نیولي ‌او یا ژوبل کړي دي.

یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اشنا په مننې اخیستل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG