لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور او هنګو کې په ماحولیاتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی


پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي، د خېبرپښتونخوا د پېښور او هنګو سیمو څخه ترلاسه کړی شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.

ویل شوي په اسلام اباد کې د صحت د قامي ادارې ليبارټرۍ تاييد کړی چې د پېښور او هنګو څخه په لسم اپرېل اخستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس معلوم شوي کوم چې په جينياتي توګه د افغانستان په ننګرهار کې د موجودو وايرسو سره تړاو لري.

د پاکستان د صحت مرکزي وزير عبدالقادر پټېل ویلي، پاکستان او افغانستان د پوليو ضد مبارز کې يو دي او د پوليو ضد شريکه مبارزه به جاري ساتي.

هغه ويلي، پاکستان او افغانستان په نړۍ کې يواځيني دوه هېوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس موجود دي ځکه د دواړو ترمنځ د وايرسو د منتقلۍ خطره تل موجوده وي.

قادر پټېل ويلي، د وايرسو موجودګي د اندېښنې خبره ده خو د تصديق سره به د پوليو څخه ساتنې دپاره اقدامات وکړی شي.

د پوليو د مخنيوي پروګرام د بېړني مرکز رابطه کار ډاکټر شهزاد بېګ ويلي، د پوليو وايرس ماحولياتي نمونې د يو ځای نه بل ځای ته منتقل کيږي دا غېر متوقع خبره نه ده.

هغه ویلي، له دې وړاندې د جنورۍ په میاشت کې په لاهور کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وایرس موندل شوي او د هغې تعلق هم د ننګرهار د وايرسو سره وو، خو د پولیو پروګرام په هڅو هغه وايرس نورو سيمو ته نه دي منتقل شوي.

نوموړي زياته کړې، په دواړو ملکونو کې د ماشومانو د قوت مدافعت سېوا کولو دپاره په پاکستان او افغانستان روانه میاشت په يو وخت د پوليو کمپاين تابيا کولی شي.

د پوليو پروګرام د مخنيوي د پروګرام د خبر ترمخه پاکستان کې د 15 مې څخه د پوليو کمپاين پېل کولی شي چې پکې به د پېښور او هنګو ترڅنګ د افغانستان سره په پوله پرتو يونين کونسلو کې به 2.3 کروړه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول شي.

په خبر پاڼه کې ويل شوي په افغانستان کې به د مې د 14مې څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل کولی شي.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو يوه پېښه رپورټ شوې او په پينځه ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تاييد شوی دی.

په 2022م کال کې پاکستان کې د پوليو 20 پېښې مخې ته راغلې او ټولې په خېبرپښتونخوا صوبه کې معلومې شوې وې چې پکې 17 په شمالي وزیرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو کمپاينونو په ټيمونو او ساتونکو پوليسو یې وسله وال وژونکي بريدونه هم کيږي. خو چارواکي دعوه کوي چې د پوليو ختمولو دپاره پوره هڅې کوي او دغه وايرس به قابو کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG