لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مسلم باغ: د اېف سي په کېمپ وسله وال بريد کې دوه عسکر او دوه ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان صوبې په شمال کې د قلعه سېف الله ضلعې په مسلم باغ سیمه کې نن سهار وختي د اېف سي په کېمپ وسله وال بريد شوی، تراوسه پورې پکې دوه عسکر وژل شوي درې ژوبل، او په ځوابي مقابله کې دوه ترهګر وژل شوي دي.

پوځ ويلي، عملیات او نښته تر اوسه روانه ده. راپورونه وايي، د "جهاد پاکستان" په نوم ډلې د بريد زمه واري منلې ده.

پوځ په بيان کې ویلي، د اېف سي په کېمپ د بريدګرو سره سخته مقابله روانه ده او د ترهګرو د نيولو هڅې روانې دي.

پوځ تاييد کړې چې د ترهګرو پرضد عملياتو کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي د کوټې په سېول روغتون کې بېړني حالت په ځای کړی شوي دي.

د سیمې نه د ډیوه خبريال حمید سمسور ويلي، د پېښې عېني شاهدانو ورته ویلي، چې د برید له امله په کېمپ کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د دوې له خولې چې دوی د شپې په دوه نيمې بجې ډزې اورېدلي او تر سهاره يې دوام درلود.

چارواکي وايي دغه پېښه له کوټې ښار څخه د شمال ختیځ په لور 130 کلوميټره لرې د قلعه سېف الله مسلم باغ ښار ته نزدې شوې ده.

د مسلم باغ تحصیل چارواکو ويلي، چې امنيتي ځواکونو تر بريد وروسته شا وخو ا سيمه په خپله ولکه کې اخستې ده.

قلعه سېف الله د بلوچستان صوبې پښتون مېشته ضلع ده لويديځه پوله د افغانستان سره لګېدلې ويل کيږي په تیرو وختونو کې دلته طالبان فعال وو.

تېره میاشت په کچلاغ سيمه کې په پوليسو وژونکي بریدونه شوي، تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه.

بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو د اکثرو بريدونو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون خوښې ډلې مني.

تېر میاشت د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي، د ترهګرۍ په پېښو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او بلوچستان کې د ترهګرو ډلو بهرنۍ اړيکې ثابتې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG