لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترکي انتخابات ښايي دویم پړاو ته ورسیږي


Presidential and parliamentary elections in Turkey
Presidential and parliamentary elections in Turkey

تېره ورځ په ترکي کې شوي انتخاباتو تر اوسه راغلې نتېجې ښایي چې نه صدر رجب طېب اردوان او نه د هغه سیال کمال قلیچداراوغلو په انتخاباتو کې اکثریت ترلاسه کړی او داسې ښکاري دغه ټول ټاکنې دوېم پړاو ته لاړې شي.

۶۹ کلن اردوان چې د تېرو ۲۰ کالو راهسې په واک کې دی او د ترکي د اوږدې مودې پورې پاتې مشر دی، د تېرې ورځې په انتخاباتو کې زیاتې رایې ترلاسه کړي.

د ترکي سرکاري خبري ادارې انادولو تر مخه تر اوسه پورې ۹۶ فیصده اچول شوي ووټونه شمارل شوي چې پکې اردوان ۴۹.۴۴ فیصده او د هغه لوې سیال داراوغلو ۴۴.۸۶ ٪ رایې ترلاسه کړي.

د ترکي د انتخاباتو ادارې (سپریم الیکشن بورډ) ویلي، دویم پړاو لا یقیني نه دی، ځکه د بهر مېشتو ترکانو چې شمېره یې ۳.۴ مېلینه (۳۴ لکه) ده، د هغوي راېې لا نه دي شاملې شوي.

په ترکي کې د ۶۴ مېلینه نه زیات خلک چې پکې بهر میشتي ترکیان هم شامل دي د اتوار د ورځې په ټاکنو کې د رایې ورکولو اهل وو. د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې تر مخه په انتخاباتو کې ۸۹ فیصده خلکو رایې ورکړي.

صدر رجب طېب اردوان او د هغه لوې مخالفه سیال کمال قلیچداراوغلو ادعا کړې چې دغه انتخابات د ترکي د تاریخ تر ټولو مهمې ټاکنې دي.

کمال قلیچداراوغلو
کمال قلیچداراوغلو

د استنبول په کادیکوي ضلعه کې چې کله د رایو مرکزونه خلاص شول نو د رایې روکونکو شمېره زیاته او چټګه وه. دغلته د یو ووټ اچونکي مصطفی لپاره تر ټولو لویه اندېښنه د هیواد اقتصاد وو. مصطفی وايي ٫٫ اقتصاد تر ټولو مهم دی، تاسو ګورۍ هر ځاې کې حالات څومره خراب دي.٬٬

په ترکيه کې د ګرانۍ شرح د ۴۰ ٪ (څلوېښت فیصده) نه زیاته ده، د بنیادي سامانونو د نرخونو زیاتوالي او اقتصاد د زیاتو راې ورکونکو لپاره مهم دي. خو زهرا چې د طب په شعبه کې کار کوي، د هغې لپاره جمهوریت تر ټولو مهم دي.

زهرا وايي: ٫٫ زما لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې د یو سړي د واک نه داسې جمهوریت/ ډېموکراسۍ ته واوړو چې د هر چا د رایې نماېندګي لري.٬٬

اردوان خپل حکومت په یو طاقتور صدارتي شکل بدل کړی چې هغه فرمانونو په لار د حکومت کولو اختیار ترلاسه دی. د هغه ناقدین په هغه تور لګوي چې داسې د دې واکمنۍ د لاسه د فرورۍ په میاشت د زورورې زلزلې وروسته یې چټک غبرګون وه نه ښود. په دغه زلزله کې د ۵۰،۰۰۰ (پنځوس زرو) نه زیات خلک وژل شوي. خو اردوان دغه تورونه ردوي. د هغه مقابل قلیچداراوغلو بیا ژمنه کړې چې ترکي به بېرته پارلیماني جمهوري نظام ته اړوي.

اردوان بیا وايي په ګاونډ کې روانو جګړو له سببه دغه واک اختیار داسې ساتل ضروري دي. د اردوان یو رایې ورکونکی پلوي علي دیمېر هم دغه خبره تایدوي. ٫٫ په دې انتخاباتو کې خارجیان هغه کوي چې مونږ تقسم او ترکي ماته کړي.٬٬

د جمعې په ورځ د انتخاباتو په خپله اخیرۍ وینا کې د ترکي صدر رجب طېب اردوان د امریکا په صدر جو باېډن تور لګولی چې د دې انتخاباتو په لار هغه د واکه لرې کول غواړي. واشنګټن ویلي دوي په انتخاباتو کې د کومې خوا پلوي نه کوي.

د ترکي او د دې روایتي غربي ملګري هیوادونو تر منځ د انقرې او ماسکو تر منځه اړیکو قوي کیدو او د جمهوریت په سر په تیرو څو کلونو کې اړیکې تاوجنې شوي. د اردوان مخالفه کمال قلیچداراوغلو بیا ژمنه کړې چې د ترکي د غربي اېتلافیانو سره اړیکې بېرته سموي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG