لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران پنځه‎ پوله ساتونکي عسکر د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوي دي


واشنګټن - د ایران د سرکاري خبري ادارې (اېرنا) او د ایران د پولیسو د اطلاعاتو د مرکز د معلوماتو مطابق، تېرہ شپه سرحدي ځواکونو د یو شمېر وسله والو سره مقابله کړې چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته داخل شي.

ایراني ذرائعو د اتوار/یکشنبې په ورځ په خپلو بیانونو کې ویلي چې دغه وسله واله مقابله، د خالي/شنبې په ماخوستن ناوخته د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې شوې چې په ترڅ کې یې پنځه (۵) ایراني عسکر وژل شوي دي. په اولو رپوټونو کې ویل شوي و چې شپږ عسکر وژل شوي، خو وروسته وویل شول چې یو عسکر سخت زخمي و او د مړ تن خیال ورباندې شوی و.

د ایران په کومه سیمه کې چې اوسنۍ وسله واله پېښه شوې دا د پاکستان د بلوچستان صوبې واشک ضلعې ته څېرمه سیمه دہ، خو ایرانۍ میډیا د کوم ھیواد او سیمې نوم ندی اخېستی چې وسله وال د کوم ھېواد او کومې سیمې څخه ایران ته د ننوتلو هڅه کړې ده. سراوان د سیستان-بلوچستان ختیځ ته پروت ولایت دی چې له پاکستان او افغانستان سره اوږده پوله لري. د پاکستان او ایران ترمنځ مشترک سرحد شاوخوا 995 کلومټره اوږد دی چې ترڅنګ یې د پاکستان د بلوچستان صوبې ګوادر، واشک، پنجګور، کھېچ، او چاغي ضلعې پرتې دي او دا ټولې بلوڅ مېشته سیمې دي.

له کال 2000م ورستو پر ایراني عسکرو وسلوال بریدونه پېل شوي دي. دلته د جندالله په نامه سني وسله وال تنظیم د عبدالمالک رېګي په مشرۍ وسله وال فعالیت کاوہ. ورستو د دې تنظیم نوم په جیش العدل باندې بدل کړل شو.

د ایران او پاکستان تعلقات

دا وروستۍ وسله واله نښته په داسې وخت کې شوې چې څو ورځې وړاندې پاکستان او ایران پر خپله ګډه پوله يو بل تجارتي مرکز خلاص کړ.

د تجارتي مرکز پرانيسته د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف او ایراني صدر سید ابراهیم رئیسي په ګډه سره وکړه. دغه دستوره د ایران - پاکستان پر ګډه پوله د «مند- پښین بارډر مارکیټ» په نوم وشوه چې په کې دواړو مشرانو هلته د خوراکي او نورو بېلابېلو توکيو بازار او مارکيټ پرانسته هم وکړه.

د ایران صدر ابراهېم رئیسي او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف
د ایران صدر ابراهېم رئیسي او د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف

ايراني صدر دې غونډہ ته د وینا پر مھال وويل، د سیمې مسئلې د سیمه ییزو خبرو اترو له لارې حل کېدی شي ځکه چې وایي د بهرنیو عناصرو لاسوهنه مسئله نه شي حل کولی. هغه زیاته کړه: "باید دواړه ملکونه سرحدونه د یو فرصت په توګه وګڼو، نه د يو ګواښ په توګه".

د ايران له سرکاري خبري ادارې (اېرنا) سره په ځانګړې مرکه کې د پاکستان وزيراعظٰم شهباز شريف ويلي و، پاکستان او ايران پر پوله د پولې سيکورټي ميکنيزم نور ھم ټینګولو وړانديز کړی چې دا د امن، ورورولۍ، پرمختګ او خوشحالي نښه وګرځي.

وزیراعظم شهباز شریف زیاته کړې ده چې: "پاکستان او ایران دواړه په ژوره توګه ژمن دي چې د کلنۍ سوداګرۍ حجم 5 ملیارد ډالرو ته ورسوي. په دې برخه کې، د بارټر سوداګرۍ میکانیزم فعالول یو مهم ګام دی".

ايران او پاکستان د يو بل پر ضد وخت ناوخته د خفګان اظهار هم کوي، خو ايران بيا تورونه پورې کوي چې د پاکستان له بلوچستان صوبې څخه وخت ناوخته سني وسله والې مذهبي تندروه ډلې پر شيعه ايراني ځواکونو بريدونه کوي.

پاکستان زياتره وخت تورونه پورې کوي چې بلوڅ بېلتون خوښي پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي او بيا د ايران د سيستان بلوچستان په سرحدي سيمو کې پناه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG