لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ملخان 1.2 ميلين ميټرک ټنه غنم تباه کولی شي


واشنګټن- د افغانستان په شمال او شمال ختيځ کې د ملخانو سيلونو د خلکو ولاړ فصلونه او مېوې دومره زيامنې کړي چې د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت اداره وايي دا به په ياد هېواد کې د خوراک لوی کمی پيدا کړي.

دا وخت د افغانستان اته ولايتونه بدخشان، بادغېس، بغلان، بلخ، کندوز، سمنګان، سرِپل او تخار سخت ځپل شوي او تازه خبرونه وايي د دې اثر په هرات او غور ولايتونو کې هم ليدل کيږي.

مراکشي ملخان په اقتصادي توګه د نړۍ په کچه بوټو او فصلونو ته د ټولو زيات زيان رسوونکي حشرات لا چينجي ګڼل کيږي.

د ملګرو ملتونو اداره وايي که چېرې دا ملخان په پوره زور همدغه رنګ پاتې شي د ملک د 700,000 نه تر 1.2 ميلين ميټرک ټنه غنم به تباه کړي چې د هېواد د ټول پيداوار څلورمه برخه جوړيږي.

که د مالي زيان جاج يې واخستل شي دا به د ننني نرخ په اساس د 280 ميلین ډالر نه تر 480 ميلين ډالر پورې ورسېږي.

په بغلان کې د نجيب الله په رنګ کروندګر چې د خپل فصل تباهي يې په سترګو وليده وايي “مراکشي ملخانو زما درې سوه جريبه لا شپېته هېکټره د غنمو ولاړ فصل تباه کړو. دې ملخانو 31,000 جريبه ورشو هم تباه کړه چې د لسو کلو شاملات دي”.

د افغانستان شمال او شمال ختيځ سيمې د مراکشي ملخانو د پاره د بچو پيدا کولو او په جوپو جوپو الوتلو ته ماحول جوړوي ځکه وچکالي، د څاروو زيات څرول، د ملخانو د مخنيوي د بندوبست نشتوالي او دې کال په مارچ او اپرېل کې پوره بارانونو چې نزدې 100 ملي ميټر پورې ريکارډ شوي ملخانو ته بهترين حالات پيدا کړي.

په موسم پورې هم ده خو د افغانستان په دې سيمو کې مراکشي ملخان اکثر د می او جون په مياشتو کې هګۍ اچوي چې دا به را روان کال په مارچ کې د هګيو نه راوځي او په دغه چار چاپېره ځايونو کې راټوکيدلي واښه به د خپل خوراک په کار راولي.

نجيب الله وايي د تېر په نسبت دا کال د ملخانو بچي له خلاصو هګیو راووتل او وايي “د ملخانو هګۍ د مارچ د نيميايۍ نه د اپريل د نيمې پورې بچي کيږي او د جون د نيميايۍ پورې ختم شي. خوږو وروڼو مونږ په تاسو غږ کوو چې لطف وکړئ زمونږ مدد وکړئ او چې هر څنګه کېدلی شي د دې حل راوباسي”.

نجيب وايي که د مراکشي ملخانو ابادي همدغه رنګ بې علاجه پرېښودل شوه دا به راروان کال يو په دوه زياته شي چې دا به په افغانستان او خواوشا کې د زراعت او خوراک لوی کمی جوړ کړي.

د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې نماينده رچرډ ټرېنچرډ وايي “مراکشي ملخان په اقتصادي توګه د نړۍ تر ټولو اغېزمن چينجي منل کيږي. دا ملخ د 150 نه زياتې ونې بوټي او د پینځوس نه زيات د فصلونو قسمونه خوري”.

د افغانستان د ملخانو د مخنيوي ډېر قوي نظام وو خو په تېر دوه کاله کې ډېر خراب شو ځکه د دوايانو سپلايي په ټول هېواد کې لږه وه. د کرونګرو سره سېوا د روايتي طريقو د استعمال نه بله لار نه وه چې ملخان د پلاسټيک په څادرو کې ونيسي او د اثر کمولو په خاطر يې بيا په ځمکه کې ښخ کړي.

په متاثره سيمو کې يادې ادارې په زرګونو خلک په دياړۍ د ملخانو د بچو د وژلو د پاره نيولي چې د غټېدو نه مخکې يې ختم کړي.

رچرډ ټرېنچرډ وايي “مونږ وکړی شول خلک وهڅوو او د پينځو ځايي او يوې نړيوالې غير سرکاري ادارې مننه کوم چې په ښه توګه يې د اوزارو استعمال وکړو چې په دې علاقه کې د پېړيو پېړيو راهسې روان دود دی”.

رچرډ وايي ادارې ته د مالي مرستو حاحت دی چې په کيميايي طريقه د دې مخنيوی وشي او سروې پکار ده چې د ملخانو د بچو اچولو او ځايونو معلومات راجمع کړي.

یادونه:- دا رپوټ له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوی او د کاپي کولو حقوق یې د ملګرو ملتونو دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG