لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا یعقوب: ډیورنډ فرضي کرښه ده چې کله ولس وغواړي پوښتنه به یې وکړو


په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ددفاع وزیر ملا یعقوب ویلي ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده اؤ چې کله ولس وغواړي نو دوي به د ډیورنډ پوښتنه وکړي.

د افغانستان طلوع نیوز ټي وي سره خپله یوه تازه مرکه کې ښاغلي ملا یعقوب د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې د ټي ټي پي مشران اؤ وسله وال دپاکستان پرضد بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې نه استفاده کوي.

د افغان چارو څېړونکی اؤ خبریال ښاغلی طاهر خان د ملا یعقوب په دې څرګندونو خپله تبصره کې وي او ای ډیوه ته وایي طالبان که هر څو د افغانستان په خاوره کې د وسله والو ډلو د شتون نه انکار کوي خو نړۍ یا پاکستان د طالبانو دې دریځ منلو ته تیاره نه ده اؤ هغوي په افغانستان کې زیاتره وسله والې ډلې د طالبانو ایتلافیان ګڼي.

ملا یعقوب پخپله دې تازه مرکه کې ویلي اوس هم د افغانستان هوایي فضا د امریکې لخوا اشغال ده خو وایي د کوم هیواد نه چې د افغانستان په خاوره دب مبار لپاره جهازونه پورته کیږي، د هغې نوم ځکه نه اخلي چې بیا یې ددغه هیواد سره ناندرۍ راپورته اؤ تعلقات خراب شي.

هر څو که ملا یعقوب پخپلو خبرو کې واضحه نه کړه چې دهغه اشاره کوم هیواد ته ده خو څه موده وړاندې پخپله یوه وینا کې هغه په پاکستان تور لګولی ؤ چې د افغانستان په خاوره د کېدونکو ډرون بریدونو لپاره ډرون الوتکې د پاکستان د خاورې نه راپورته کیږي چې وروستو پاکستان دملا یعقوب دغه څرګندونې ناسمې اؤ بې بنیاده بللې وې.

د ټي ټي‌‌ پي له لوري د پاکستان پرضد بریدونو لپاره د افغانستان د خاورې کارول کېدو په اړوند د پاکستان لخوا لګول کېدونکو تورونو ته ځواب کې ملا یعقوب وویل:

"پاکستان که دا دلیل وړاندې کوي چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد کارروایو لپاره د افغانستان خاوره کاروي نو بیا خو پکار ده چې ټي ټي پي د افغانستان د خاورې نه د پاکستان په سرحدي پوستو یا سرحدي ځواکونو ډزې کولای".

د طالبانو ددفاع د وزیر وویل "که (ټي ټي‌ پي) په افغانستان کې اوسیږي نو بیا څنګه دافغانستان له منځه پاکستان ته اوړي اؤ بیا ځي تر اسلام اباد اؤ لویو لویو ښارونو پورې ځان رسوي، دوي یې هلته په دې خپل 63 کلن جوړ حکومت کې بیا هم نه شي کنټرولولی اؤ هلته پر دوي باندې بریدونه کیږي، بیا څنګه دوي دا الزام پر مونږه لګوی؟".

نوموړي وویل، د ټي ټي پي اړه یوه د پاکستان غوښتنه ده اؤ بل د دوي (دطالبانو دحکومت) دریځ دی" زمونږ دا دریځ ریښتونی هم دی اؤ ژمن ورته هم یو چې مونږ هیڅکله نه غواړو دچا مخالفین دلته (افغانستان کې) وروزو اؤ تمویل یې کړو".

خو د افغان چارو څېړونکی اؤ وتلی خبریال ښاغلی طاهر خان بیا وایي دافغان طالبانو حکومت که ډیر هم په افغانستان کې دترهګرو ډلو د شتون نه انکار وکړي خو د ملګرو ملتونو، امریکې اؤ نورو ادارو رپورټونو کې اوس هم وخت په وخت افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو شتون ته ګوته نیول کیږي اؤ حتی د هغوي د وسله والو شمېرې هم مخې ته راوړل کیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان وویل دې کې شک نه شته چې اوس په پوله د ټي ټي پي لخوا بریدونه یو څه کم شوي دي خو هغه وایي‌ په تېرو وختونو کې د پولې نه دپاکستان په خاوره اؤ پوځیانو بریدونه شوي دي اؤ د پاکستان پوځ اؤ حکومت دغو بریدونو ته ګوته هم نیولې ده:

"داسې ښکاري چې د طالبانو حکومت یو طرفته اؤ ټوله نړۍ بل طرف ده اؤ دا یوازې دټي ټي پي مسله نه ده، بلکې د القاعده، داعش، د چینایانو د ايسټ ترکستان موومنټ، د ازبکانو وسله واله ډله، د تاجکانو انصار الاسلام اؤ نورو ډیرو وسله والو ډلو افغانستان کې شتون ته د نړۍ له لوري ګوتې نیول کیږي اؤ داعش سره خو طالبان په جګړه دي خو دا نورې وسله والې ډلې دنیا دطالبانو ایتلافیان ګڼي".

هغه وایي طالبان کله هم رسماً دا نه شي تاییدولی چې ټي‌ ټي پي یا نورې ډلې هلته دي ځکه چې دا ټولې ډلې د ملګرو ملتونو په تور لسټ کې شاملې دي.

طلوع نیوز سره پخپله دې تازه مرکه کې چې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب نه پوښتنه وشوه له کوم ځايه (جهازونه) راځي نو هغه د کوم هیواد نوم وانه خستو خو وي ویل "تېرځل ما په دې حواله وضاحت کړی ؤ نه غواړم چې بیا په دې اړه ناندرۍ راپیدا شي دهغو هیوادونو سره اؤ تعلقات خراب شي"

د مرکې په مهال چې کله دطالبانو ددفاع وزیر نه پوښتنه وشوه چې دطالبانو حکومت د ډیورنډ کرښې ته په کوم نظر ګوري نو هغه وویل دوي ډیورنډ یوه فرضي کرښه ګڼي اؤ کله چې ولس وغوښتل نو دوي به یې پوښتنه وکړي.

نوموړي وویل په اوس حالت کې افغانستان لا په هغه حالت کې نه دی چې په یوه داسې ستونزه خبرې وکړي چې هغه نورې ستونزې راپیدا کولی شي.

پاکستان له افغانستان سره شاوخوا 26 سوه کیلومیټره اوږده "پوله" لري چې پاکستان ورته خپل مستقل سرحد وایي خو دافغانستان دننه چې هر حکومت راځي هغه دا کرښه فرضي بولي .

د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمان خان او برتانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل ژوند لیک یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه.

د افغانستان یو حکومت هم لا تر دې دمه دې کرښې ته دنړیوالې پولې په توګه منلو ته غاړه نه ده اېښې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG