لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټین د روس بغاوت کې د څو روسي پايلټانو وژنې تاييد کړي


د روس صدر ولاديمير پوټین د وېګنر ګروپ د بغاوت په مهال د څو روسي پايلټانو د وژنو تاييد کړی او د بغاوت تور یې د روس په دښمنانو لګولی دی.

د خالي- شنبې په ورځ وېګنر ملېشې ګروپ ويلي وو، د روس په جنوب کې پروت ښار روستوف ان ډان کې یې پوځي مرکز په ولقه کې اخستی وو.

د وېګنر ملېشې ګروپ مشر يوګيني پرېګوژين د خالي په سهار ويلي وو،"نن سهار په اووه نيمې بجې دوی په روستوف شار کې په پوځي مرکز کې موجود وو او ايروډ روم هم د دوی په ولقه کې دی".

د روس صدر ولاديمير پوټین قام ته په وينا کې ويلي وو، د روس پرضد وسله پورته کوونکو ته به سخته سزا ورکولی شي د وېګنر ګروپ پرضد به سخته کارروايي وشي او ښار به ارام کړل شي.

پوټین تېر د ګل- دوشنبې په شپه قام ته په وینا کې ویلي، د وېګنر په بغاوت کې د روس پايلټان وژل شوي دي. خو روس نه دي ویلي، څومره پوځي الوتکې یا هيلي کاپټرې یې تباه شوي دي.

رويټرز د روس د پوځ په هلو ځلو نظر لورنکي [رایی بار] بلاګ له قوله ویلي، د خالي په ورځ بغاوت کې 13 پايلټان وژل شوي، درې جنګي هیلي کاپټرې او يوه الوتکه د عملې سره تباه کړی شوې وه.

د يادو دعوو د ازادو سرچينو څخه تصديق نه دی شوی.

پوټین ويلي، د روس پايلټانو ځانونه قربان کړي او روس یې خوندي کړی دی. هغه ويلي د هغو کسانو ضد به ضرور ګامونه پورته کولی شي څوک چې د دغه بغاوت په شا وو.

د وېګنر ملېشې ګروپ مشر يوګيني پرېګوژين د یو ښار د نيولو وروسته ماسکو پله د تلو ويلي وو خو د بېلاروس د مينځګړيتوب وروسته يو تړون شوی او وېګنر بيا بغاوت ختم کړی وو.

ويل کيږي، پرېګوژين بېلاروس ته منتقل شوی او روس د وېګنر د جنګيالو ضد د اقداماتو نه کولو اعلان کړی دی.

د امریکې صدر جوبايډن ویلي، په روس کې بغاوت په خپلمنځي نظام کې دننه يوه هڅه شوې او زياته کړې یې ده د لويديځ اتحاد په دغه کار کې لاس نه درلود.

هغه ويلي د امريکا يا لويدیځ د اتحاد د دې سره هیڅ تعلق نه وو.

د اې پي خبري ادارې ترمخه جوبايډن ويلي، د امريکا او نېټو د اتحاد د وېګنر ګروپ په بغاوت کې هیڅ کردار نه وو، او زیاته کړې یې ده، تازه پېښې، او په روس او اوکراين یې د دې د اغېزو جاج اخستل کيږي خو په دې ختمي نتيجې ته رسېدل لا ممکن نه دي چې دا معاملات به کمې خوا ته ځي.

[ د دې خبر معلومات د رويټرز او اې پي څخه اخستل شوي].

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG