لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د هرنایي د مانګۍ په سیمه کې وسلوالو په ډبرو سکرو بار شپږ ګاډي سوځولي


د پېښې دا انځور سیمیز خبریال حنیف ترین ډیوې ته راستولی.
د پېښې دا انځور سیمیز خبریال حنیف ترین ډیوې ته راستولی.

په بلوچستان کې لیویز ځواکونو ویلي، چې د هرنای د مانګۍ په سیمه کې وسلوالو په ډبرو سکرو یا کوېلې باندې بار شپږ ټرکونه سوځولي دي.

لیویز ویلي، چې دغه پېښه د کوټې هرنای پر لویې لاره د زیارت د مانګۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناڅرګندو وسلوالو له ښارګي څخه د کوټې په لور راروانو د کولې پر ډکو ګاډو باندې ډزې وکړې.

دوی ویلي، چې تر شلو زیات ګاډي یې پر ټایرانو ویشتل او بیا يې شپږو ته اور واچوه.

تر اوسه ددغې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخېستې خو په تیرو وختو کې د بلوڅو وسلوالو له لوري د کولې پر مزدورانو بریدونو شوي او هغوی پکې وژل شوي دي.‌

عیني شاهدانو ويل چې وسلوالو د هرنای مرستیال کمشنر پر ګاډی باندې هم ډزې وکړې چې له کوټې څخه هرنای ته روان وو خو هغه بیا د غره پر لوري وتښتېده.

لیويز ویلي، په پېښه کې مرستیال کمشنر محمد عارف زرکون او نور ملګري خوندي دي.

د هرنای د ټولو سياسي ګوندونو اېکشن کومېټې د دغې پېښې پر ضد احتجاج کړي او په ښارګه کې د دې په ضد کاربنديز او لاریون هم شوی.

ال پارټېز اېکشن کامېټي په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو او ټرانسپټرانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کوله.

په دغه احتجاج کې د حکومت په ضد شعارونه هم ورکول کېدل او دا غوښتنه یې هم کوله چې ټرکونو ته چې کوم په کرړونو روپۍ زیان اوښتی د هغې تاوان دې ورکړل شي.

د بلوچستان ګورنر ملک عبدل ولی کاکړ دغه پېښه غندلې او اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې په پېښه کې ککړ کسان دی ونیول شي او د عدالت منګولو ته دې وسپارل شي.

د نشنل ډيموک ېټک مومنټ صوبای مشر احمدجان تور لګولی چې حکومت د پلان له مخې هلته امنېتی وضعه خرابوي ، چې په سیمه کې د ګمارولو شویو امنیتی ادارو د پاتې کیدو پلمه ومومي.

د ده په وینا ځینی حکومت پلوه وسلوالی ډلې د کوېلې له ټرکونو او ټيکدارانو څخه کلنګ پېسې غواړی, خو حکومت د کوېلې کاروباريانو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی.

نشنل ډيموکر ېټک مومنټ صوبای مشر وويل چې ولسی خلګ د احتجاج کولو حق لری.

هرنای له کوټې څخه د ختیځ په لور د ۱۸۰ کېلو مټرۍ په واټن کې پرته سیمه ده. هلته د کوېلې ډير کانونه دی چې هره ورځ په لسګونو د کوېلې ټرکونه ورڅخه ډکېږي او حکومت ته ترې هرکال په کرړونو روپۍ مالیه جمع کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د پېغلو او ځوانانو لپاره د وي او اې ډیوه اونیزه خپرونه ولولې
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG