لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاکنډ: د رشتې په شخړه د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ نهه کسان وژل شوي دي


دخېبر پښتونخوا دملاکنډ ضلعې په بټ خیله سیمه کې د رشتې په شخړه ډزو کې دیوې کورنۍ نهه کسان وژل شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.

دچهارشنبې په ورځ دسیمې نه دامنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه دنهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه دبټ خیلې بګر دره سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي دغلته دبریکوټ سیمې اوسیدونکی یو تن دشپې دخپل سخر حسن شاه کور ته ور اوړیدلی اؤ هلته یې دکور په بندیانو ناتاره ډزې کړې دي.

سرچینې وایي په ډزو کې دحسن شاه په شمول دکور نهه تنه وژل شوي چې درې ماشومان اؤ درې میرمنې پکې هم شاملې دي.

دسرچینو په وینا له ډزو وروسته قاتل دپېښې له ځایه تښتېدلی ؤ خو وایي وروسته بیا هغه پولیسو نیولی دی.

سرچینو ډیوه ته ویلي چې دحسن شاه دوه لوڼه دسوات په بریکوټ سیمه کې واده شوې وې اؤ یوه لور یې مروره دپلار په کور ناسته وه چې دهغې خاوند دشپې دسخر کور ته ورغلی اؤ دغلته یې دکورنۍ ټول نهه کسان وژلي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې لویې اختر ته یوازې یوه ورځ پاتې ده اؤ سرچینې وایي چې د وژل شوې کورنۍ خلک هم داختر لپاره په تیاریانو بوخت وؤ چې ټول شپه په شپه ووژلی شول اؤ دټولې سیمې خوشحالۍ په غم بدلې شوې.

په سیمه کې ددې پېښې په رامنځته کیدو د ویر اؤ ماتم فضاء رامنځته شوې اؤ دسیمې خلکو د نهو کسانو په وژنه سخت احتجاج کړی دی.

سرچینې وایي د وژل شوؤ کسانو مړي دسیمې خلکو داحتجاج لپاره سړک ته راویستي دي اؤ غوښتنه کوي چې په پېښه کې ککړ تن دې هغوئ ته وسپارل شي.

دبټ خیلې په پېرانو سیمه کې راجوړ شوي احتجاج ته مقررینو ویلي،هغوي به تر هغې خپل احتجاج ته دوام ورکوي ترڅو چې قانون نافذونکو ادارو قاتل دوي ته سپارلی نه وي.

وي او ای ډیوه په دې پېښه دانتظامیې دنظر اخستو لپاره د واټسف له لارې د ملاکنډ ډپټي کمشنر سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه نمبر هیڅ ځواب ونه ویلو.

په خېبر پښتونخوا کې اکثره دخانداني شخړو په اساس د وژنو دا رقم پېښې رامنځته کیږي اؤ تر دې وړاندې سږکال دمارچ په میاشت کې دایبټ اباد په حویلیا سیمه کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند په تحصیل ناظم عاطف منصف اؤ دهغه په پلویانو دخانداني دښمنۍ په اساس ډزې شوې وې چې پکې دتحصیل ناظم په ګډون 10کسان وژل شوي وؤ.

د روان کال دجنورۍ په 22مه دخېبر پښتونخوا دلکي مروت په ټپ تختي خیل سیمه کې دشخصي دښمنۍ په اساس دجنازې په مراسمو کې ډزې شوې وې چې پکې درې کسان وژل شوي وؤ.

تر دې وړاندې پروسکال په 18م اګست شمالي وزیرستان میرانشاه کې دشخصي دښمنۍ په اساس په یو ګاډي ډزې شوې وې چې درې کسان پکې وژل شوي وؤ.

همدا شان تېرکال په 28مه جنورۍ باجوړ کې دعوامي نیشنل ګوند یو ځایي مشر شاه خالد اؤ دهغه دتره زوئ دشخصي دښمنۍ په ټس کې وژل شوي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG