لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اووه میاشتې وروسته په وړومبې ځل پاکستان کې ګراني راکمه شوې ده


په پاکستان کې د تېرو اوو میاشتو راپدیخوا د ګرانۍ کچه په وړومبي ځل لاندې تللې ده اؤ د شمیرو دولتي اداره وایي په تېره میاشت (جون) کې په ګرانۍ کې نهه فیصده کمی راغلی دی.

د شمېرو دولتي ادارې پخپل تازه رپورټ کې ویلي په جون میاشت کې د ګرانۍ کچه 29.4 فیصدي پاتې شوې ده چې تر دې وړاندې په مې میاشت کې دا کچه 38 فیصدي ریکارډ کړل شوې وه اؤ بیا دجون نه تر جولایي میاشتې دا ګراني 29.18 فیصدي پاتې شوې ده.

دا تازه شمیرې ښایي چې تېره میاشت د چرګ غوښه، الوګان، شیدې یا پۍ، وریژې، هګۍ، سبزیانې اؤ اوړه ارزان شوي دي.

په کلني بنیاد یو کال کې سګریټ 129.2 فیصدي، چائ 113 فیصدي او اوړه 90 فیصدي ګران شوي دي.

همداشان په یو کال د وریژو بیعه 73 فیصدي،دالوګانو بیعه 65 فیصدي، دغنمو بیعه62 فیصدي، د کتابونو اؤ کاپیانو بیعه114 فیصدي، دګیس بیعه62.8 فیصدي اؤ دکورنیو سامانونو بیعه 40 فیصدي په بره تللې ده.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار دجون میاشت کې په ګرانۍ کې دنهه فیصدي په کمي راتللو ولس ته مبارکي ویلې ده.

پخپل یو بیان کې د خزانې وزیر ویلي چې ګرانۍ کې د کمي ترڅنګ په خلاص مارکیټ کې د پاکستاني روپۍ ارزښت هم سیوا شوی دی اؤ دا مهال یو ډالر د 270 نه نیولی تر 272 روپو خرڅیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پاکستان اؤ نړیواله مالیاتي اداره آی اېم اېف د دریوؤ اربو روپو د پور په تړون سلا شوې ده اؤ مطبوعات وایي روانه میاشت به د آی ایم ایف اجرایه بورډ ددې تړون منظوري ورکړي چې له هغې وروسته به دآي ایم ایف لخوا پاکستان ته پیسې ورکړل شي.

پاکستان کې د پېسو بدلوونکو د اتحادیې جنرل سيکرټري ظفر پراچه وايي ،داسې نه ښکاري چې د اوږدې مودې دپاره روپۍ په ځای وساتل شي يا ډالر د 25 روپو پورې ارزان شي.

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي،د ملک مجموعي اقتصادي حالات ډېر ښه نه دي که څه هم د آی اېم اېف نه به پېسې ترلاسه شي ځکه په ملک کې ډالر نه نشته او روپۍ به د فشار سره مخ وي.

اقتصاد پوهه خرم شهزاد ډیوه ته ویلي ، د آی اېم اېف د پروګرام سره د پانګه والو اعتماد په ښه کېدو ښکاري ځکه د ونډو بازار په بره لاړو، وړاندې حالات ګډوډ وو او هیڅ درک نه کېدو.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وويل، که د آی اېم اېف سره تړون نه وی شوی د ملک ديواليه کېدو خطره وه پانګه وال په ويره کې وو، اوس د شپږو نه د نهه مياشتو دپاره موقعه ترلاسه شوې، بهرنۍ پانګونو ته اړتیا ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG