لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که عمران خان او مېرمنه يې نن نيب ته وړاندې نه شي نو وبه نيول شي؟


ټاکل شوې ده د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان اؤ د هغه میرمنه بشرا بي بي نن نهې - سه شنبه د غبن په یوه مبینه مقدمه کې د احتساب ملي ادارې نیب ته وړاندې شي.

نیب ته د عمران خان له وړاندې کیدو یوه ورځ د مخه دهیواد قایم مقام یا سرپرست صدر صادق سنجراني د نیب په ترمیمي ارډیننس لاسلیک کړی چې له هغې وروسته اوس نیب ته د پلټنو په مهال د تورن تن د نیولو واک په لاس ورغلی دی.

د نیب د ترمیمي ارډیننس لاسلیک کیدو سره د ملزم د بدني ریمانډ موده د 14 ورځو نه 30 ورځو ته غڅول شوې ده اؤ څېړونکي وایي که چرې نیب له دې ارډیننس لاسلیک کیدو نه وروسته اوس عمران خان ګرفتار کړي نو لږ تر لږه به په دوؤ میاشتو کې د هغه ضمانت ممکن نه وي.

پاکستاني رسنۍ وایي نیب د القادر د غبن په مبینه دوسیه کې نن د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اؤ د هغه مېرمنه بشرا بي بي وربللي دي اؤ دوي څخه به د دغه دوسیې په اړه سختې پوښتنې وکړي.

د ایکسپریس رسنۍ په رپورټ کې ویل شوي چې نیب د عمران خان له ښځې بشرا بي بي قابو 11 مهمې پوښتنې کړي اؤ هغې ته یې ویلي چې په نننۍ ورځ د دغو پوښتنو ځوابونه اؤ مهم اسناد د نیب مخې ته وړاندې کړي.

رپورټ کې ویل شوي چې د هغې نه شوؤ پوښتنو کې د القادر پوهنتون د زمکې د اخستو تفصیلات اؤ د زمکو د سوداګر ( ملک ریاض) نه د ترلاسه شوؤ تحفو تفصیلات غوښتل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په نهم مې د نیب لخوا د القادر ټرسټ د غبن په قضيه کې پخوانی وزیراعظم عمران خان د اسلام اباد هايکورټ د احاطې څخه نيول شوی ؤ چې بیا دهغه د ګرفتارۍ پرضد ګرد هیواد کې د هغه د ګوند پلویانو قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ تر هغې وروسته عمران خان د عدالت لخوا په ضمانت خوشې کړل شوی ؤ.

پاکستاني مطبوعات وایي د القادر ټرسټ د غبن د مبینه دوسیې پلټنې وروستي پړاؤ ته ننوتلي دي اؤ په دې دوسیه کې څه وخت هم عمران خان اؤ د هغه میرمنه نیول کیدای شي.

نن چې عمران خان اؤ د هغه میرمنه د القادر ټرسټ د غبن مبینه دوسیه کې نیب ته وړاندې کیږي نو له دې یوه ورځ وړاندې دهیواد قایم مقام صدر صادق سنجراني د نیب په ترمیمي ارډیننس لاسلیک کړی دی.

د دې لاسلیک نه وروسته اوس نیب ته اختیار په لاس ورغلی دی چې د پلټنو په مهال هم ملزم ګرفتار کړي.

عمران خان اؤ میرمنه یې په تېر نوټس نیب ته نه وؤ وړاندې شوي خو د ترمیمي ارډیننس لاسلیک کیدو نه وروسته که اوس یو ملزم یا تورن تن د نیب سره مرسته نه کوي نو د نیب چیرمین به د هغه د ګرفتارۍ وارنټ ویستلی شي.

د ارډیننس له مخې به ملزم ته خپله بې ګناهي پخپله ثابتول وي اؤ هغه به د هیڅ یوې انکوایرۍ په ضد عدالت ته نه شي تللی.

په اسلام اباد کې د عدالتي چارو خبریال ثاقب بشیر په ټویټر لیکلي د صدارتي ارډیننس سره چې د نیب د جسماني ریمانډ موده د 14 ورځو نه 30 ورځو ته غځېدلې ده نو اوس به لږ تر لږه تر دوؤ میاشتو د عمران خان ضمانت ممکن نه شي.

هغه وایي د دې ترڅنګ به اوس د عمران خان پر ضد د توشه خانې دقضیې سرته رسولو کې هم چټکتیا راځي اؤ امکان یې ښودلی دی چې دتوشه خانې قضیه کې به دالیکشن نه وړاندې عمران خان نااهله وګرځولی شي.

د القادر ټرسټ دوسیه څه ده؟

په عمران خان موجوده حکومت تور لګولی چې کله هغه په اقتدار کې ؤ نو د القادر ټرسټ په نوم دیو خېریه بنسټ لپاره یې د پاکستان دننه د زمکو د یو لوی کاروباري ملک ریاض نه د جهلم په سوهاوه سیمه کې د القادر پوهنتون لپاره 458 کناله زمکه ترلاسه کړې وه.

القادر پوهنتون د القادر ټرسټ یا بنسټ د سیوري لاندې فعالیت لري اؤ عمران خان اؤ د هغه میرمن ددغه بنسټ مسولین یا مشران دي.

عمران خان دریځ لري چې دا زمکه ورته د القادر پوهنتون لپاره ملک ریاض عطیه کړې وه خو حکومت بیا وایي چې دا معامله د عطیې یا چندې نه ده بلکې د بحریه ټاون د مالک ملک ریاض اؤ عمران خان د تېر حکومت ترمنځ د شوي یو پټ تړون برخه ده.

حکومت دعوه لري چې برتانیه کې ګنګل شوي د ملک ریاض 190 میلیونه پاونډونه (چې پاکستاني روپو کې څه باندې 60 اربه روپۍ جوړیږي) برتانیې د پاکستان حکومت ته سپارلې وؤ خو د عمران خان حکومت بیا دا پیسې د ملک ریاض په ذمه ورپورې هغو 460 اربو روپو کې شمارلې وې چې سپریم کورټ یې دکراچۍ د بحریه ټاون په قضیه کې ملک ریاض ته د ادا کولو امر کړی ؤ.

حکومت دعوه لري چې د جهلم په سوهاوه سیمه کې ملک ریاض هم د دې پیسو په بدل کې عمران خان له 458 کناله زمکه د چندې په نوم ورکړې ده.

د عمران خان دریځ

د ګل/دوشنبې په ماسخوتن په سپېس خپله وینا کې عمران خان سپیناوی وکړو چې د برتانیې لخوا راغلې پیسې یې ځکه د سپریم کورټ په اکاونټ کې جمع کړې وې چې ورته ویل شوي وؤ که داسې نه کوي نو بیا به د دغو پیسو پاکستان ته راوړلو لپاره برتانیه کې کیس کوي اؤ په هغې که اووه، اته کاله وخت ولګي نو هغه دا ذمه واري نشته چې پاکستان به دا کېس وګټي.

عمران خان دریځ خپل کړو چې د القادر ټرسټ نه هغه ته هیڅ ګټه نه رسیږي اؤ که حکومت د سپریم کورټ فنډ کې د دې پیسو په جمع کولو اعتراض لري نو باید چې سپریم کورټ کې د دې اقدام پرضد عریضه وکړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG