لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: پاکستان کې دوهم زرعي انقلاب راروان دی، د50 اربو ډالرو د سرمایه کارۍ هیله ده


د پاکستان وزیراعظم ښاغلی شهباز شریف وایي هیواد کې دوهم زرعي انقلاب راتلونکی دی اؤ له دې لارې به راتلونکو پینځوؤ کالو کې د50 اربو ډالرو پورې سرمایه کاري وشي اؤ د40 لکو ملازمتونو موقعې به برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان د یو لړ اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوی اؤ روانه میاشت آی ایم ایف پاکستان سره د دریوؤ اربو ډالرو د پور یو تړون هم کړی خو اقتصاد پوهان وایي چې د آی ایم ایف دا نوی تړون هم پاکستان د زیات وخت لپاره د اقتصادي جنجالونو نه نه شي ویستلی.

اسلام اباد کې د ګل په ورځ‌ دخوراکي تحفظ په اړوند راجوړ شوي سیمینار ته وینا کې ښاغلي شهباز شریف ویلي ،د هیواد زرعي معیشت به یو یا دوؤ کالو کې ځای ته راشي.

هغه ویلي دکال 1960 راپدیخوا پاکستان کې دوهم ستر "زرغون انقلاب" راروان دی .

د شهباز شریف وینا وه کرکیله یا زراعت د پاکستان د ملا د تیر په څېر دی اؤ د زراعت لپاره غوره چاپیریال ورکول د کرونده ګرو حق دی ځکه نو حکومت به کرونده ګرو ته هر ممکن وسیلې ورکوي.

تېره میاشت دپاکستان حکومت دملک دمعاشي بحالۍ قامي منصوبه وړاندې کړې وه چې دهغې له مخې به هیواد کې بهرنۍ سرمایه ګزارۍ ته وده ورکولی شي اؤ دې لړ کې دپرتو خنډانو دلرې کولو لپاره ځانګړی دسرمایه کارۍ داسانتیاؤ کونسل هم جوړ کړل شوی ؤ.

حکومت دعوه کړې ده چې دا منصوبه کله په کال2035م کې سرته ورسیږي نو پاکستان به دیو ټریلین ډالرو اقتصاد جوړ شي.

خو هغه وخت وي او ای ډیوه سره خبرو کې خبریال ناصر داوړ ویلي و، په پاکستان کې وخت په وخت حکومتونو داسې هوایي منصوبې مخې ته راوړي خو وروسته بیا دا منصوبې یوازې په کاغذونو کې پاتې شوي اؤ څه نتیجه یې نه ده ورکړې .

دخبریال ناصر داوړ په خبره پاکستان ته په نزدې راتلونکي کې درنې بهرنۍ قرضې اؤ دهغې پورونه ستنول دي اؤ پاکستان د دې توان نه لري چې دا قرضې ستنې کړي

هغه ډیوه ته ویلي وؤ که د شهباز شریف حکومت اوږد مهاله منصوبې جوړوي نو پوښتنه داده چې د شهباز شریف حکومت سره وخت څومره پاتې دی چې خپلې دا منصوبې به عملي کړي؟

د یادونې وړ ده چې په دولسم اګست د شهباز شریف دحکومت اییني موده سرته رسیږي خو د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله تېره ورځ ویلي کیدای شي حکومت په 11م اګست خپله موده پای ته ورسوي اؤ د نوي سره د انتخاباتو اعلان وکړي.

اسلام اباد کې راجوړ شوي سیمینار ته خپله وینا کې ښاغلي شهباز شریف وویل پاکستان کې داسې کرونده ګر دي چې له زمکې سره زر رازرغونوي اؤ که چرې دوی ته د فصلونو مناسب نرخونه ترلاسه کیږي نو په شوق سره به محنت کوي اؤ هیواد کې به د غنمو اؤ پومبي پیداوار سیوا کیږي.

د وزیراعظم وینا وه چې د زرعي انقلاب لپاره صحتمند تخمونه، ښه څره، اؤ د دوایانو ورکړه د حکومت فرض اؤ عصري ټیکنالوجي د وخت ضرورت دی.

هغه ویلي د فصلونو د جعلي دوایانو له امله کرونده ګرو ته زیان رسیږي اؤ که چرې په سول عدالتونو کې د جعلي دوایانو فیصله نه کیږي نو بیا د دې د مخې نیولو لپاره پوځي قانون مخې ته راوړل په کار دي.

نوموړي وویل د زرغون پاکستان نظر د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر وړاندې کړی اؤ حکومت اؤ ټولې ادارې اوس دې ته چمتو دي چې د زرغون پاکستان له لارې هیواد په پښو ودروي.

دې سیمینار ته د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر هم وینا کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د نړۍ یو طاقت هم پاکستان له ترقۍ نه شي رامنعې کولی.

پوځي مشر ویلي د مسلمانانو لپاره ناهیلي کفر دی اؤ "مونږ ټول دلته د دې لپاره راغونډ شوي یو چې پاکستان یو وارې بیا زرغون کړو ،پاکستان ته الله بې کچه نعمتونه ورکړي دي"

د جنرال منیر وینا وه "مونږ یو باصلاحیته قام یو اؤ ضرورت دې خبرې ته دی چې ټول په ګډه باید دهیواد په ترقۍ کې برخه واچوؤ "

هغه ویلي پوځ د ادارې په توګه دپاکستان اقتصادي پراختیا کې کې دمرستې ملګرتیا باور ورکوي.

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان ته له اوسني اقتصادي بحرانه د وتلو لپاره يواځينۍ لاره دبنيادي اقتصادي اصلاحاتو کولو ورپاتې ده .

دوی وايي، د دې لپاره دا مهمه ده چې هيواد کي سياسي ثبات وي او ټول سياسي ګوندونه يو اقتصادى ميثاق يا لوظنامه وکړي.

اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امين د وي او اې ډيوه خبریال الیاس خان سره خبرو کې ویلي" تر کومې پورې چې ټول سياسي ګوندونه په دې هر څه موافق شوي نه وي نو پاکستان کې اقتصادي اصلاحات کېدل به ډير مشکل وي او دې هر څه لپاره سياسي استحکام ډېر ضروري دی"

اقتصاد پوهان وايي، پاکستان ته به د ټېکس او انرژۍ څانګو کې پراخه اصلاحات کول وي، حکومتي خرچې کمول، حکومتي ادارې شخصي برخې ته د ورکولو عمل ګړندی کول، برامدات سېوا کول، غېر مستقيم ټيکسونو کې کمی راوستل او شتمنې ډلې د ټيکس جال لاندې راوستل او د تعليم او صحت بجټ سېوا کول وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG