لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د سعودي له لوري د پاکستان سټېټ بینک ته دوه اربه ډالر رارسېدلي دي


دپاکستان د خزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار ویلي دسعودي عرب له لوري دپاکستان سټيټ بینک ته دوه اربه ډالر رارسیدلي دي.

دنهې- سه شنبې په ورځ خپل یو لنډ مطبوعاتي کانفرنس کې ښاغلي ډار ویلي سعودي عرب ژمنه کړې وه چې پاکستان ته به دوه اربه ډالر ورکوي اؤ اوس دا پیسې دپاکستان دولتي بینک ته رارسیدلې دي.

پخپل یو جلا ټویټ کې دخزانې وزیر ویلي ددې رقم ترلاسه کیدو سره دپاکستان سټيټ بینک سره موجودو دبهرنیو اسعارو ذخیرو کې اضافه شوې ده خو وایي دا پیسې به په 14م جولایي پائ ته د رسیدونکې اوونۍ لپاره د زرمبادله په ذخیرو کې شمیرل کیږي.

باید وویل شي چې کومې دوه اربه ډالر د سعوي له لوري دپاکستان اسټیټ بینک ته ورکړل شوي دي‌، پاکستان دا پیسې مصرفولی نه شي بلکې یوازې دخپلو بهرنیو ذخیرو د سیوا والي په توګه یې ښودلی شي.

اسحاق ډار په ټویټر لیکلي هغه د وزیراعظم شهباز شریف، دپوځ دسرلښکر جنرال عاصم منیر اؤ پاکستاني ولس له لوري دسعودي عرب دمشرتابه ،په ځانګړي توګه د شاه سلمان اؤ ولیهد محمد بن سلمان مننه کوي چې په په هره موقعه یې پاکستان ته لاس ورکړی دی.

دخزانې وزیر هیله ښودلې ده چې راتلونکو ورځو کې به نور هم غوره پرمختګ وشي اؤ دپاکستان معاشي چارو کې به ښه والی ولیدل شي.

په دې وروستیو کې پاکستان د یو لړ اقتصادي مشکلاتو سره مخ شوی اؤ روانه میاشت آی ایم ایف پاکستان سره د دریوؤ اربو ډالرو د پور یو تړون هم کړی خو اقتصاد پوهان وایي چې د آی ایم ایف دا نوی تړون هم پاکستان د زیات وخت لپاره د اقتصادي جنجالونو نه نه شي ویستلی.

تېره ورځ وزیراعظم شهباز شریف د زرغون پاکستان په عنوان راجوړ شوي یو سیمینار ته خپله وینا کې ویلي، هیواد کې دوهم زرعي انقلاب راتلونکی دی اؤ له دې لارې به راتلونکو پینځو کالو کې د50 اربو ډالرو پورې سرمایه کاري وشي اؤ د40 لکو ملازمتونو موقعې به برابر شي.

له دې وړاندې تېره میاشت دپاکستان حکومت دملک دمعاشي بحالۍ قامي منصوبه وړاندې کړې وه چې دهغې له مخې به هیواد کې بهرنۍ سرمایه ګزارۍ ته وده ورکولی شي اؤ دې لړ کې دپرتو خنډانو دلرې کولو لپاره ځانګړی دسرمایه کارۍ داسانتیاؤ کونسل هم جوړ کړل شوی ؤ.

حکومت دعوه کړې ده چې دا منصوبه کله په کال2035م کې سرته ورسیږي نو پاکستان به دیو ټریلین ډالرو اقتصاد جوړ شي.

خو هغه وخت وي او ای ډیوه سره خبرو کې خبریال ناصر داوړ ویلي وو، په پاکستان کې وخت په وخت حکومتونو داسې هوایي منصوبې مخې ته راوړي خو وروسته بیا دا منصوبې یوازې په کاغذونو کې پاتې شوي اؤ څه نتیجه یې نه ده ورکړې .

دخبریال ناصر داوړ په خبره پاکستان ته په نزدې راتلونکي کې درنې بهرنۍ قرضې اؤ دهغې پورونه ستنول دي اؤ پاکستان د دې توان نه لري چې دا قرضې ستنې کړي

هغه ډیوه ته ویلي وؤ که د شهباز شریف حکومت اوږد مهاله منصوبې جوړوي نو پوښتنه داده چې د شهباز شریف حکومت سره وخت څومره پاتې دی چې خپلې دا منصوبې به عملي کړي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG