لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر کې په امنیتي پوسته ترهګرو برید کړی خو پولیس وایي ترهګر یې په شا تمبولي


دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې ترهګرو په یو چیک پوسټ برید کړی خو پولیس وایي چې دغه ترهګر یې د چټک ځوابي کارروایۍ په نتیجه کې پشا تمبولي دي.

دسیمې څخه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي، دا پېښه دخالي په ورځ دخېبر ضلعې په باړه تحصیل کې رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي دغلته ترهګرو په یوه امنیتي پوسته ډزې کړي اؤ بیا یې پرې لاسي بم غورځولی خو په دغه برید کې پولیسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتی.

په سمدستي توګه ددې برید زمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

تر دې وړاندې په 20جولایي هم دباړې تحصیل په ودانۍ ځانمرګی برید شوی ؤ چې پولیسو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې وه ، ددغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې وه.

په عین حال کې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) ویلي چې دوی د خیبر قبایلي ضلعې د پولیس سب انسپکټر په وژنه کې ککړ هدفي وژونکی عبدالله عرف ارشاد نیولی دی.
د سي ټي ډي د بيان ترمخه،سب انسپکټر انځر ګل د جولایي په 22 مه د خيبر قبايلي ضلعې په باړه تحصیل کې په یو هدفي برید کې په خپل موټر کې دننه په ډزو وژل شوی ؤ.
دتېرې څه مودې راپدیخوا د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې په دې بریدونو کې ګڼ شمیر پولیس عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

روانه میاشت د خېبرپښتونخوا پوليس پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د سږ کال په تېرو شپږو مياشتو کې په صوبه کې د ډیوټۍ په مهال 144 پوليس په بېلابيلو پېښو کې وژل شوي، او پولیس سره په مقابلو کې 158 ترهګر او اشتهاري ملزمان وژل شوي او 434 نيول شوي دي.

دپولیسو اؤ څېړنیزو ادارو رپورټونه ښایي چې د یو کال په موده کې دخېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډیره اسماعیل خان،56 په پېښور،55 په باجوړ اؤ49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG