لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بجلۍ بېلونو کې د رعایت په حواله آی اېم اېف د پاکستان پلان رد کړی دی


پاکستاني رسنیو د دغه هیواد د خزانې وزارت د سرچینو له قوله ویلي چې نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) د نګران حکومت له لوري د بجلۍ لوړو بیلونو کې ولس ته د رعایت ورکولو پلان مسترد کړی دی.

د ګل/دوشنبې په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو ویلي پاکستان آی ایم ایف ته ویلي وؤ چې که ولس ته د بجلۍ لوړو بیلونو کې اسانتیا ورکړي، نو په دې به د شپږ نیم اربو روپو اثر پریوځي.

خو رسنۍ د خزانې وزارت د سرچینو له قوله وایي چې آی ایم اېف د پاکستاني چارواکو پلان یا سپارښتنه رد کړې ده او ورته یې ویلي دي په کومه طریقه چې پاکستان ولس ته رعایت ورکول غواړي، په هغې د 15 اربو روپو نه هم زیات کمی رامنځته کیږي.

د خزانې وزارت سرچینو ویلي آی ایم اېف د پاکستان نه د 15 اربو روپو د مالي ګنجایش پوره کولو پلان هم غوښتی دی اؤ اوس به پاکستان آی ایم ایف ته یو بل داسې پلان ورکوي چې که د بجلۍ بیلونو کې ولس ته پیسې پرېښودی شي نو پاکستان به د بلې کومې لارې نه دغه 15 اربه روپۍ راټولوي.

د آی ایم ایف لخوا د پاکستان د پلان مسترد کولو نه وروسته نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي حکومت یې هڅه کوي چې د بجلۍ د لوړو بیلونو د ستونزې هواري لپاره یوه غیر روایتي اؤ د حقیقتونو سره سمه لاره وګوري.

د ګل/دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د نګران وزیراعظم په مشرۍ د توانایۍ په اړه راجوړې شوې د اوچتې پایې په یوه غونډه کې د بجلۍ د غلا د مخنیوي، د قرضدارو نه د پیسو بودولو اؤ په نمر اؤ اوبو د بجلۍ پیدا کولو په وړو منصوبو د کار چټک کولو پرېکړه شوې ده.

تر دغې غونډې وروسته نګران وزیراعظم د بهرنیو رسنیو خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې حکومت به یې د بجلۍ د بیلونو په معامله د مالیاتي ادارو سره په کړو ژمنو عمل کوي.

هغه ویلي حکومت به د ولس مطمین کولو لپاره په حقیقتونو ولاړه یوه داسې پرېکړه وکړي چې پاکستان ته به پرې زیان نه رسیږي. د نوموړي وینا وه چې ګردشي قرضې،دبجلۍ غلا اؤ د واجباتو نه ادا کیدل ستر چیلنجونه دي.

انوار الحق کاکړ وویل دا مهال ولس د بجلۍ په زیاتو بیلونو احتجاج کوي اؤ حکومت غواړي چې د هغوي له جذباتو مجروحه کولو پرته د لنډې مودې یوه حل لاره راوباسي.

په پاکستان کې د بجلۍ د لوړو بیلونو پرضد د تېرې اوونۍ راهسې د ولسي احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده اؤ د خالي- شنبې په ورځ په ګرد هیواد کې د جماعت اسلامي اؤ د تاجرانو تنظیمونو په غږ کار بندیز شوی ؤ .

ددغه کار بندیز په مهال د هیواد په ټولو سترو اؤ وړو ښارونو کې دوکانونه، مارکیټونه اؤ کاروباري مرکزونه تړل شوي وؤ ، په بیلابیلو سیمو کې په زرګونو خلک احتجاجاً سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ دحکومت پرضد یې شعارونه ورکول.

د پاکستان د خزانې وزیرې شمشاد اختر تېره اوونۍ ویلي وؤ پاکستان دا مهال د آی ایم اېف پروګرام کې دی او د آی ایم اېف د شرطونو له مخې حکومت چاته هم په بجلۍ رعایت نه شي ورکولی خو هغې ویلي وؤ حکومت د آی ایم اېف سره ولس ته د رعایت په ورکولو خبرې کوي.

د پاکستان د سینیټ غړی مشتاق احمد خان حکومت ته د بحلۍ لوړو بیلونو کې ولس ته د رعایت ورکولو پلان وړاندې کړی دی اؤ ویلي یې دي که حکومت دهغه په پلان عمل وکړي نو آی ایم ایف نه به اجازې اخستو ته نه مجبوریږي.

په ټولنیزو رسنیو شریک کړي خپل پلان کې سینیټر مشتاق احمد خان ویلي که چې په کورونو کې دبجلۍ استعمالوونکو لپاره د رعایت حد د200 یونټو پځای 300 یونټه وټاکل شي نو صارفینو ته به د بجلۍ یو یونټ په 16 روپۍ تمام شي.

هغه وایي د 300 یونټو رعایتي حد له امله به د2 کروړه اؤ 43 لکو صارفینو دبجلۍ بیل زیات راکم شي اؤ په دې رعایت به د کال 326 اربه روپۍ لګښت راځي.

نوموړی وایي دا 326 اربه روپۍ حکومت په دې طریقه ویستي شي چې د پوځ د2000 اربو روپو په کلیز بجټ کې دغیرجنګي لګښتونو نه باید 100 روپۍ راجلا کړل شي، د ایس ډي پي یا پرمختیایي بجټ د1500 اربو نه 100 اربه روپۍ بیلې کړل شي اؤ هم دې 100 اربه روپۍ د هغو ادارو نه راغوڅې کړل شي چې په تاوان کې راوانې دي.

د سینیټر مشتاق احمد په خبره که چرې حکومت دا لاره خپله کړي نو بیا به ورته هیڅ ضرورت نه وي چې آی ایم ایف ته سوال زاري وکړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG