لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي،یو ژوبل،داعش یې ذمه واري منلې ده


پولیس وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه ځايي کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

د ګل/دوشنبې په ورځ د پولیس سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دا پېښه د باجوړ په عنایت کلي بازار کې رامنځته شوې ده.

دغه سرچینه وایي دغلته نامعلومو وسله والو په دریوؤ کسانو ناتاره ډزې کړي چې په کې د عنایت کلي اوسیدونکی سیمع الله د اکبر سید زوي اؤ ماموند تحصیل د بډالۍ اوسیدونکی داود شاه د ګلاب جان زوي وژل شوي اؤ د ناوه ګۍ اوسیدونکی طیب خان سخت ژوبل شوی دی.

پولیس وایي برید کوونکي له پېښې وروسته تښتیدلي اؤ پولیسو ژوبل تن اؤ د د وژل شوؤ کسانو جسدونه د خار هسپتال ته انتقال کړي اؤ د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

ترهګرې ډلې داعش خراسان پخپل یو لنډ بیان کې یو د دې برید ذمه واري اخستې ده.

تر دې وړاندې په 30 جولایي هم په باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې 60 کسان پکې وژل شوي اؤ تر 100 زیات نور ژوبل شوي وؤ. ددغه ځانمرګي برید ذمه واري هم داعش پر غاړه اخستې وه.

همدا شان د جون په 24مه هم د باجوړ په عنایت کلي کې د وسله والو په یو برید کې دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو غړی مولانا نور محمد اؤ دهغه ورور زبېر وژل شوي وؤ اؤ د قاري سراج په نوم یو بل تن سخت ژوبل شوی ؤ.

ددغه برید ذمه واري وروسته وسله والې ډلې داعش منلې وه.

مطبوعاتي رپورټونه وایي وسله واله ډله داعش دا مهال د افغانستان سره په پوله پرته د پښتونخوا قبایلي ضلع باجوړ کې زیاته فعاله ده اؤ وخت په وخت دغلته په امنیتي ځواکونو، سیاسي اؤ قامي مشرانو د بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخلي.

د جون په میاشت کې پوځ دعوه کړې وه چې د باجوړ په عنایت قلعه سیمه کې یې په عملیاتو کې د داعش د یو مهم کمانډر شفيع په ګډون "درې ترهګر وژلي"دي.

هغه مهال مطبوعاتو د امنیتي سرچینو له قوله ویلي وؤ چې د داعش وژل شوی کمانډر شفیع الله په پاکستان کې د ترهګرۍ په یو شمېر مقدمو کې قانون پر ځاي کوونکو ادارو ته مطلوب وو او د هغه پر سر شل لکه روپۍ انعام هم مقرر کړل شوی وو.

پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال داګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کښې تر تولو زیاتې پېښې دي.

دغه رپورټ وایي د اګست په میاشت کښې شوو د ترهه ګرۍ پیښو کښې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده.

رپورټ وايي بلوچستان اؤ دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ دپښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG