لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې يو تن خپله ښځه په ډز وژلې ده


د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې يو تن خپله ښځه په ډز وژلې ده، پوليس وايي ډز کوونکی تورن تن یې نيولی مقدمه يې پرې درج کړې ده. په ټولنيزو رسنیو پېښې ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

د سوات پوليسو يو افسر [اډيشنل اېس پي] غلام صادق وي او اې ډیوه ته وويل، "دا پېښه نن سهار د سوات د بڼ تاڼې په علاقه کې شوې ده، اختر علي نومې تن په خپله ښځه ډز کړی او وژلې یې ده".

هغه زياته کړه، "د اختر علي او ښځې یې په 2014م کې واده شوی او دوه بچي يې دي، په 2019م کې د دوی تر منځ اختلافات جوړ شوي دغه جينۍ ترې د پلار کره تللې او بيا دې جينۍ په عدالت کې د خلعې دپاره خواست کړی او قضيه یې روانه وه".

هغه وويل، "د جينۍ د پلار کورنۍ غريبه وه دې به د چا په کور کې کار کولو، نن سهار چې کار له تله، تورن قاتل اخترعلي پرې په تماچه يو ډز کړی او وژلې یې ده".

د پوليس افسر په وينا، اختر علي بيا نيول شوی تماچه ترې ترلاسه شوې او د قتل مقدمه پرې درج کړی شوې ده. د غلام صادق په خبره، هغه يادې پېښې ته د غېرت په نوم وژنه نه وايي او کورنۍ شخړه یې بولي.

په ټولنيزو رسنيو يادې پېښې ته سخت غبرګون ویل شوی دی.

د وژل شوې ښځې عکس په ټولنيزو رسنيو خپور کړی شوی دی، ښځه په توره بورقه کې ده، یو کم عمره ماشوم پرې دپاسه ناست دی ژاړي.

خبريالې فرزانه علي په اېکس [پخواني ټويټر] ويلي، "دا عکس نه دی بلکې د دې ټولنې يو داستان دی چرته چې يوه خبره بهانه جوړه کړی شي او ښځه ووژل شي".

وکیلې [قانون پوهه] فعالې نيلم چټان ويلي، "خپلې لور ته اووايئ چې انسان ته مو واده کړې یې که د ځناور جوړېدو هڅه کوي نو بيرته ترې کور ته راځه".

د سوات سره تعلق لرونکي وکیل عطاالله جان هم د وژل ښځې عکس په فېس بک خپور کړی او ورته یې ليکلي دي، "د دنيا د ټولو نه دردونکی تصوير، #دا د بې حسه او جاهل قام د وطن تصوير دی، # بڼ مينګوره,سوات".

نزدې لس ورځې وړاندې په کراچۍ کې يو ډاکټر پلار خپله پېغله لور او یو بل زلمی په داسې حال کې وژلي‌ چې هغوي په یو ګاډي کې روان وو.

پولیسو ويلي وو، د پېښې په تړاو یې د وژل شوې جینۍ پلار ډاکټر رفیق شېخ او د هغې ورور عبدالله نیولي او پلار یې منلې وه چې خپله لور او د هغې ملګری یې "د غیرت یا ناموس" په نوم وژلي وو.

د تېر کال اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزارت ويلي وو، په تېرو درو کلونو کې په ملک کې په ښځو د تشدد د63000 څخه زياتې مقدمې درج کړی شوې وې او په دغه موده کې نزدې 1025 ښځې د غېرت په نامه وژلې شوې وې.

د بشري حقونو مرکزي وزارت قامي اسمبلۍ کې د ښځو پرضد د کورني، جنسي تشدد او د ښځو د وژنو په اړه معلوماتو کې ويلي وو چې په تېرو درو کلونو کې3987 ښځې وژل شوي او په ياده موده کې نزدې10500 ښځو باندې جنسي تیری شوی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG