لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان موقتي خارجه وزیر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ بللی


د پاکستان د بهرنیو چارو موقتي وزیر جلیل عباس جیلاني په افغانستان کې د وسله والو ډلو ټي ټي پي اؤ داعش خراسان فعالیتونه د پاکستان اؤ ټولې سیمې لپاره یو ستر ګواښ بللی دی اؤ وایي د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ د فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ په نیو یارک کې د ایشیا سوسایټي د سیوري لاندې راجوړې شوې غونډې ته وینا کې ښاغلي عباس وویل دا مهال پاکستان په دې خبره زیاتې اندېښنې لري چې وسله والې ډلې ټي ټي پي اؤ داعش خراسان د پاکستان پرضد بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې څخه د استفادې صلاحیت لري.

د پاکستان خارجه وزارت په ټولنیزو رسنیو ایشیا سوسایټي ته د خارجه نګران وزیر د وینا متن خپور کړی چې د هغې له مخې ښاغلي جلیل عباس جیلاني ویلي افغانستان کې د ترهګرو ډلو بیا پیاوړي کېدو اؤ په پښو ودریدو ته باید دټولو ګاونډي هیوادونو اؤ نړۍ لپاره د یو ګواښ په توګه وکتل شي.

پخپله وینا کې هغه په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو ، روزګار اؤ د نجونو په زده کړو د لګیدلو بندیزونو په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې پځای وبللې خو وي ویل چې د دې ستونزو په اړه باید له افغان طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ دوامداره وساتل شي.

په دې وروستیو کې چې په پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټک شوې، د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي په دې ترهګریزو بریدونو کې د ملامتۍ ګوته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نیسي اؤ وایي هغوي پاکستاني طالبانو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي.

د پاکستان تر څنګ زیاتره وخت د نړۍ نور هیوادونه اؤ سازمانونه هم نیوکې کوي چې د طالبانو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي اؤ افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدلیږي خو طالبان دا تورنه ردوي اؤ ورته د پروپیګنډې نوم ورکوي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه میاشت پخپلو بیلابیلو مرکو کې د پاکستان دا تورونه رد کړي چې ګنې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې نه د پاکستان پرضد فعالیتونه کوي اؤ ویلي یې دي چې د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

سږکال د جولایي په میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې په خپل رپورټ کې ویلي وو، د کال 2021م په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته "ډاډ" ورکړی او د افغانستان نه په پاکستان کې حملې کوي.

ملګرو ملتونو په خپل رپورټ کې زياته کړې وه "د جون په مياشت کې طالبانو د پاکستان د حکومت د فشار له امله د ټي ټي پي ځینې عناصر په پوله له پرتو سيمو څخه لرې کړي وو"

په رپورټ کې خبرداری ورکړی شوی و چې ټي ټي پي سيمه ايیزه ګواښ جوړيږي که په افغانستان کې یې د عملیاتو دپاره خوندي مرکزونه ولرل.

د جولایي په میاشت کې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د ترسره شوؤ پرله پسې خونړیو بریدونه نه وروسته د پاکستان پوځي مشر جنرال عاصم منیر او د هغه وخت دفاع وزیر خواجه اصف افغانستان کې د ترهګرو د پټو ځالو په اړه اندېښنې ښکاره کړې وې او افغانستان کې یې نیغ په نیغه د ترهګرو پرضد د ګامونو اخېستلو اشاره هم ورکړې وه.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان په ګډون د نړۍ یو هیواد هم لا په رسمیت نه دی منلی خو یوازې چین روانه میاشت په افغانستان کې خپل سفیر ګمارلی دی.

په اګست کال 2021م کې چې طالبانو یو وارې بیا افغانستان کې په حکومت قبضه وکړه نو پاکستان کې یې تود هرکلی شوی ؤ اؤ په هغه وخت کې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې "افغانانو د غلامۍ زنځیرونه مات کړل"

خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال چې وروسته پاکستان کې وسلې والې ډلې بیا منظم شوې اؤ خپل وسله وال بریدونه یې چټک کړل نو پاکستاني چارواکو د طالبانو په حکومت نیوکې پیل کړې چې افغانستان کې د پاکستان مخالفو وسله والو ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې ورکړې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG